د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په پاکستان کې د چين سفارت او د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اګست په شپاړسمه نېټه په اسلام اباد کې په هغه هېواد کې د چينی اتباعو د امنيت په اړه د اړيکو ټينګولو ډلې لومړۍ غونډه تر سره کړه.
په دغه غونډه کې په هراړخيزه توګه په پاکستان کې د چينی اتباعو د امنيتی حالات سندونه او د اړوندو معلوماتو تبادله شوی او د راتلونکيو تدبيرونو په اړه هم بحث شوی دی. ګډون کوونکيو پرېکړه وکړه چې په روانه مياشت کې د بېلا بېلو ولايتونو په مرکزي ښارونو کې د اړيکو ټينګولو ډلې بايد لومړۍ غونډه تر سره کړي.