د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو غونډه د اګست په شپاړسمه نېټه په بشکيک کې پای ته ورسېده او په دغه غونډه کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه.
مشرانو په دغه اعلاميه کې دې ته اشاره وکړه چې د غړيو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د ژورتيا او پياوړتيا دنده چې تېر کال د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې ټاکل شوی وه، په عادي توګه تر سره شوی ده. د مشرانو په اند بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پياوړی شي.
په دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د شپږو هېوادونو مشرانو د نوموړی غونډې په موده کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د دايمی ګاونډيتوب او همکارۍ تړون او د بشکيک اعلاميه په شمول مهم سندونه لاسليک کړل.