د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګست په شپاړسمه نېټه د قيرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره خبرې اترې وکړې.
دواړو مشرانو د چين او روسيې تر منځ د اړيکو ستاينه وکړه.
ښاغلي هو جين تاو د خبرو اترو په ترڅ کې وويل د روان کال په دوهمه نيمه کې دواړه هېوادونه بايد په دغو پنځو برخو کې کوششونه وکړي لومړی، په وخت د دوه اړخيزو اړيګو او د ګډې علاقې وړ سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي. دوهم، په جدی توګه په يو بل هېواد کې د کلتوری فعاليتونو بجربی راغونډې کړي. درېيم، د اومو نفتو د نل ليکو د جوړونې او طبيعی ګاز پروګرام په اړه د خبرو اترو بهير چټک کړي. څلورم، د چين او روسيې تر منځ د سيمه ايزې همکارۍ منځنی او دايمی پلان وټاکي. پنځم، د اوبو هغو سرچينو ساتنه او سالم استعمال پياوړی کړي چې د دواړو هېوادونو له سرحدی سيمو څخه بهيږی.
ښاغلي پوتين د هو جين تاو له دغو وړانديزونو سره خپله موافقه څرګنده کړه.