<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-17 16:32:39    
د شانګهاي د همکارۍ سازمان د پرمختګ په بهير کې مهم بنسټ

cri
د شانګهاي د همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو اوومه سرمشريزه غونډه د اګسټ په شپاړسمه نېټه د قرغيزستان په پلازمېنه بيشکيک کې ترسره شوه ٠ د چين ولسمشر هو جن تاو او د دغه سازمان د نورو غړيو هيوادونو مشرانو په دغه غونډه کې ګډون درلود او په ګډه سره يي د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د اوږدې مودې ښه ګاونډيتوب او د دوستانه همکارۍ تړون لاسليک کړ٠ د چين د نړيوالې مسئلو د انستيټيوټ د ختيځې اروپا ، روسيې او منځني اسيأ د څيړونکي دفتر مشر ښاغلي چن يوي ژونګ د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د نوموړي تړون لاسليک کول د شانګهاي د همکارۍ سازمان د پرمختګ په بهير کې يو مهم بنسټ ګڼل کيږي ٠
د ښاغلي چن يوي ژونګ په أند په وروستيو کلونو کې په سياسي ، اقتصادي او کلتوري ساحو کې د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ همکارۍ ستر پرمختګ کړې او لوي برياليتوبونه يي تر لاسه کړي دي ٠ هغه وويل چې د يو لړ مهمو سندونو له لاسليک کيدو څخه څرګندېږي چې دغه سرمشريزه غونډه د دغه سازمان د پرمختګ د بهير له پاره ډير مهم ارزښت لري او د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ او په بېلا بېلو ساحو کې د هراړخيزې همکارۍ او پراختيا له پاره يي نوي او فعال ځواک وروبښلي دي ٠ د شانګهاي د همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د اوږدې مودې د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ تړون په شانګهاي کې
د تيرې دورې په سرمشريزه غونډه کې د چين د ولسمشر هو جن تاو له خوا وړاندي شوي وو او د چيني اړوندې څانګې له خواطرح شوي دي ٠ ښاغلي چن يوي ژونګ وويل چې دغه تړون به د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او متقابل باور او د يووالي همکارۍ کچه يو نوي پړاو ته ورسوي او د دغه سازمان د پرمختګ په تاريخ کې به يو مهم بنسټ وګرځي ٠
ښاغلي چن يوي ژونګ وويل چې د دغه تړون د لاسليک کولو په هکله د چين کوششونو د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ګډ ملاتړ حاصل کړي دي ٠ د اوږدې مودې ښه ګانډيتوب او د دوستانه همکارۍ د ساتنې له پاره دغه تړون د شانګهاي د همکارۍ سازمان د پرمختګ او د دغه سازمان د بهير له پاره ډير مهم تاريخي ارزښت لري ٠ بايد وويل شي د شانګهاي همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د دغه تړون لاسليک کول نه يوازي په بيشکيک کې د دغه سازمان د سرمشريزې غونډې يو مهم برياليتوب دي ، بلکې د دغه سازمان د پرمختګ په بهير کې يو پړاو يز ارزښت لرونکي تړون هم دي ٠ ښاغلي چن يوي ژونګ دي ته اشاره وکړه چې د شانګهاي د همګارۍ سازمان د چين ، روسيې او د منځني اسيأ د هيوادونو له ګډو سياسي ، امنيتي او اقتصادي ګټو سره سمون خوري ٠ د نوموړي تړون له لاسليک کولو څخه څرګنده شوي چې د قانون په بڼه ټاکل شوي چې د دغه سازمان د غړيو هيوادونو خلک بايد نسل په نسل خپل منځي دوستۍ او سوله وساتي چې له مخې به يي د دغه سازمان پرمختګ نور هم چټک او پياوړي شي ٠
ښاغلي چن يوي ژونګ وويل چې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د جوړيدو په لنډه موده کې يي
په نړۍ کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او له دي څخه څرګند شوي چې دغه سازما له فعال ځواک څخه ډک سيمه ايز او نړيوال سازمان دي ٠ دغه راز د دغه سازمان پرله پسي پياوړتيا او پرمختګ د ځايي امنيت د ساتنې او د سيمه ايز اقتصادي پرمختګ په هکله د بېلا بېلو غړيو هيوادونو له ګډو غوښتنو سره هم سمون خوري ٠ همداشان د نوموړي تړون لاسليک کول به د شانګهاي د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د امنيت ، اقتصاد او کلتور په ګډون په بېلا بېلو برخو کې د غړيو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا او چټک پرمختګ له پاره مهم رول ولوبوي ٠