<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-17 16:58:51    
د ګوانګ جو ښار ( ٢ )

cri

ګوانګ جو د ګوانګ دونګ ولايت سياسی ، اقتصادی، علمی، تعليمی او کلتوری مرکز دی٠ ګوانګ جو د چين د ورخلاصون مهم بندری ښار او د چين په جنوب کی د سيلانۍ يو مشهور ښار دی ٠ د ګوانګ جو ښار څه د پاسه ٧ مليونه ٢٥١ زره ٩ سوه تنه دايمی اوسيدونکی لری او عمومی مساحت يی ٧ زره ٤٣٤ اعشاريه ٤ مربع کيلومتره دي٠ د څه د پاسه ٢٠٠٠ کلونو د بدلونو نه وروسته په تيره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون د سياست ترپلی کيدو وروسته ، د مشهور تاريخی او کلتوری ښار په توګه په ګوانګ جو کی ستر بدلون رامنځ ته شوی دی ٠ په ٢٠٠٣ کال کی د چين د لسو لويو ښارونو په عمومی کتار کی ئی دريم مقام نيولی دی او تر اوسه پوری ګوانګ جو يو ډير لوی ، څو وظيفه لرونکی او بشپړ ښار ګرځيدلی دی ٠ ګوانګ جو د نړۍ د لوی ښار د ټولنی د غړی په توګه اوس د بين المللی عصری ښار د ګرځيدو لپاره کوښښ کوی٠

په ٢٠٠٣ کال کی د ګوانګ جو د داخلی توليداتو عمومی حجم ٣٤٦ مليارډو ٦٦٣ مليونو يوانو ته رسيدلی وو او د ٢٠٠٢ کال په پرتله ١٥ په سلو کې زيات شوی دی ، نوموړی مقام ئی د ٨ کلونو نه راهيسی د ډير لوړ ريکارډ په توګه ټينګ ساتلی٠ په عين وخت کی د ښار د اورګاډی لاری، هوائی ډګرونو او پخو سړکونو په شمول مهم او اساسی تاسيسات په پوره چټکی سره اباد شوی دی٠

په ګوانګ جو کی ډير مشهور تاريخی ځايونه او لرغونی اثار ليدل کيږی او ښکلی منظری لری ٠ په ګوانګ جو کی د سيلانۍ منابع هم غنی دی او په لسګونو کلتوری او توريستی ځايونه پکې شته ، په دی جمله کی د بای يون غر ، يو شيو پارک او د جونګ سين د ډګر په شمول مشهور ځايونه ډير چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی٠ بر سيره پر دی د يو اوپيرا د ګوانګ جو د نمايندګۍ جنبه سيمه ايزه اوپيرا ده چی د ګوانګ دونګ په ولايت، هانکانګ ، مکاو او د جنوب ختيځی اسيا په هيوادونو کی ډير شهرت لری٠