<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-17 17:32:18    
د چين په جي بو ښار کې د دولت نامادي کلتوري ميراثونه

cri

جي بو ښار چې د چين په ختيځ شان دونګ ولايت کې پروت د ی ، دوه زره کلن تاريخ لري. په دغه ښار کې د پنځو لوبغاړو ځايی اوپيرا، د مېرمن منګ جيانګ نکل او څو جو په ګډون بېلا بېل دودونه او ځانګړی کلتورونه د چين د هېواد په کچه د نامادي کلتوري ميراثونو په توګه ومنل شول او پکې د څو جو د فټبال نړيوالې ټولنې له خوا د فټبال د پخوانی بڼې په توګه وټاکل شو. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په جي بو ښار کې د دغو کلتوري ميراثونو په اړه څه معلومات درکړم

همدااوس مو د يون څوی شيان په نامه د پنځو لوبغاړو د ځايي اوپيرا يوه برخه واورېده. دغه ډول اوپيرا د جي بو ښار د ځانګړی اوپيرا په توګه دری سوه کلن تاريخ لري. دغې اوپيرا په شان دونګ ولايت کې له يوې مروجې نڅا يانګکو او څخه پرمختګ کړی . نو ځکه په هره اوپيرا کې يوازی پنځه لوبغاړی ګډون کوي، او د پنځو لوبغاړو ځايي اوپيرا نومېږي. د چين په نورنو ځايونو کې د کوچنيو اوپيراګانو په شان د دغې اوپيرا پاتی کېدو او پرمختګ له بېلا بېلو ستونزو سره هم مخامخ دی. د جي بو ښار د پنځو لوبغاړو د ځايي اوپيرا تياتر د دغې اوپيرا د پرمختګ لپاره يو پلان ټاکلی چې دغه اوپيرا بايد په کليو کې پاتي شي او په ښارونو کې هم پرمختګ وکړی. د دغه تياتر مشر ښاغلی سون چيانګ وويل هر کال مو د پسرلي اختر په ترڅ کې يعنی کله چي بزګران فارغ وخت لري، کليوالو سيمو ته ځو او د دغې اوپيرا ننداره کوو. په ښارونو کې موږ د ځوانانو او زده کوونکو لپاره نندارې وړاندې کوو.

په دوه زره او شپږم کال کې دغه اوپيرا د چين د هېواد په کچه د نامادي کلتوري ميراثونو په توګه وټاکل شوه چې د دغې اوپيرا ساتنې او پرمختګ ته يې يو نوی فرصت برابر کړ.

ښاغلی سون جيانګ وويل د دغې اوپيرا په اړه معلومات بايد د زده کوونکو په کتابونو کې وليکل شي چې دغه اوپيرا نسل پر نسل پاتي شي. مونږ به په راتلونکی دسمبر کې د چين د اوپيراګانو په فستيوال کې ګډون وکړو چې په هېواد کې به د دغې اوپيرا مقام نور هم لوړ شي. 

د ځايي اوپيرا سربېره جي بو ښار خپل ځانګړی نکلونه او موسيقي هم لري. همدااوس مو د مېرمن منګ جيانګ د نکل په نامه يوه سندره واورېده. د معلوماتو له مخې، دلته د مېرمن منګ جيانګ سګونو سندرې پاي شوي دي. د جي بو ښار د سندرغاړو ټولنې مشر هان نای شون وويل داسی ځايي اوپيراګانې او نکلونه ځپل ځانګړي ارزښتونه لري او ورڅخه پټ سيمه ايز کلتورنه او دودونه نه شي کاپي کيدای.

د خبر له مخې، جي بو ښار به د ورک شويو نکلونو او سندرو په راټولو او تنظيمولو او په خپلو سيمو کې د لوی ديوال په ګډون د کلتوري ميراثونو په رغونه او ساتنه کې ډېرې پيسی ولګوي. د چين د کلتور وزارت مرستيال ښاغلی جو هه پينګ وويل سيمه ايز تدبيرونه د کلتوري ميراثونو د پاتی کېدو او پرمختګ لپاره ډېر مهم دي. 

ده وويل د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره ډېر کارونه تر سره شوي او په ډېرو ولايتونو او ښارونو کې د نامادي کلتوري ميراثونو لسټونه جوړ شوي دي. دا زمونږ د کلتورونو د ساتنې لپاره ډېر مهم تدبيرونه دي. خو په ځينو ځايونو کې يو شمېر کلتوري ميراثونه زيانمن شوی چې د بېلا بېلو خواوو پاملرنې يې ورجلب کړي دي.

زه باور لرم چې داسی مسئلې به د ټولنې په پرله پسی پرمختګ او د کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه د وګړيو د پوهاوۍ په پياوړتيا سره ګام په ګام حل و فصل شي.