<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-17 17:50:51    
ښاغلی غلام رباني رباني او د چين په هکله د هغه أند

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو زما خوشحال تايب نېکې هيلې اوسلامونه ومنئ،خدای وکړی چې د ژوند پر ټولو ناخوالو مو بری موندلی وی او د خوښۍ څخه د يو ښکلي ډک ژوند خاوندان واوسئ،نو په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،هيله ده چې ستاسو د پام وړ وګرځي،قدرمنو دوستانو لکه څنګه مې چې په تېره اونۍ کې هم درته ويلي وو،څه موده وړاندې دلته په بيجينګ کې د تکواندو نړيوالې سيالۍ ترسره شوې،چې د شاوخوا يو سل او اتيا هېوادونو د لوبغاړو په ډله کې افغان تکواندو کوونکيو هم برخه اخيستې وه،چې په پايله کې يې د يو سل او اتيا هېوادونو له ډلې څخه لسم ځای ترلاسه کړ،تکواندو افغانستان ته په ١٩٥٠ کال کې د ښاغلي فيلدکنګ ډام لخوا چې يو امريکايی وو راغله،او لمړی ځل د کابل په پوهنتون کې پيل شوه،چې له هماغه لمړي سر څخه ګڼ شمېر افغانانو له دې ورزش سره خپله مينه وښوده،او تر دې مهاله په منظم او سيستماتيک ډول پرمخ روان دی،خو پدې لړ کې يې له نړيوال سپورت سره څو ځله اړيکې پرې شوي،چې په افغانستان کې يې پر دې ورزش ښکاره منفي اغيزې هم کړې وې،د افغانستان د تکواندو د فدراسيون مشر ښاغلی غلام رباني رباني وايي دوي په خپلو هڅو سره دغه ورزش ته په هيواد کې ملي بڼه ورکړه،او اوس يې له برکته په هيواد کې دننه او له هېواد څخه بهر يو شمېر لوبې ترسره کړي دي،چې دا دی اوس په نړيواله کچه لوبو د ترسره کولو لپاره چين ته راغلي دي.افغان لوبغاړو دلته په بيجينګ کې د ګڼ شمېر نورو هېوادونو له لوبغاړو سره سيالۍ وکړې،چې د ښاغلي رباني په وينا پدې بهير کې يې ښې او نوې تجربې هم حاصلې کړيدي،له نوموړي څخه مې د چينايي تکواندو کوونکيو په هکله وپوښتل چې په کومه کچه کې دي نو داسې ځواب يې راکړ:

د چين لوبغاړي ښه تياري لري،دا چې اوس مهال د تکواندو نړيوالې سيالۍ هم دلته په چين کې دي او هم د ٢٠٠٨ کال د المپيک سيالۍ په چين کې ترسره کيږي نو دوي خپلو سپورتي چارو ته ښه تياري نيولې ده.

د زياتره سيلانيانو او هغو کسانو په أند چې د بيلابيلو هېوادونو تر منځ تګ راتګ کوي، د ختيځ او أسيا خلکو تر ډېره خپل کلتور او دودونه ښه ساتلي او په ميلمه پالنه کې هم تر نورو بر لاسي دي،چينايانو هم پدې برخه کې خپل غوره والی ساتلی،په تېره بيا د ٢٠٠٨ کال د سپورتي لوبو لپاره په لسګونو زره تنه په داوطلبانه توګه حاضر شوي چې په اړوندو چارو کې ونډه واخلي،ښاغلي رباني وويل ده د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړيدي،خو د أسيايانو چلند د نورو په پرتله ډېره غوره دی:

زه دا په څرګنده توګه ويلاي شم ،د هغو سفرونو په لړ کې چې موږ يو شمېر اروپايي هېوادونو ته کړي،د أسيا خلک په ټوليزه ،او په ځانګړې توګه د چين خلک ډېر قدرمن او ميلمه پال خلک دي،دی زياتوي:

د چين خلک ډېر ښه او صميمانه چلند لري،د ميلمنو ډېر قدر او عزت کوي،چې په ريښتيا سره يې د نورو لويديځو هيوادونو د خلکو په پرتله چلند زيات توپير لري.

چين د شاوخوا شلو کلونو راهيسې له کله نه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پيل کړې نو ډېر چټک پرمختګ يې هم کړيدی،چې د زياتره نړيوالو پام يې ځان ته ور اړولی دی،دا وخت چين د نړۍ له ګڼ شمېر هيوادونو سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي،او دګردې کرې په هره برخه کې چيني توليدات تر سترګو کيږي،ښاغلی رباني دې ټکي ته داسې اشاره کوي:

که تاسې د نړۍ هر بازار ته ولاړ شئ او وغواړئ چې يو څه واخلئ نو ګوری چې په هغو بازارونو کې زياتره توکي په چين کې جوړ شوي دي،چې دا ددې هېواد د پرمختګ څرګندونه کوي،چې پدې توانيدلی د نړۍ ټولو بازارونو ته لار ومومي او هلته يې توکي د نورو هېوادونو د توکيو ځای ونيسي،حتی د چين په ګاونډيو ملکونو لکه افغانستان کې هم ورته حالات روان دي:

أن په افغانستان کې هم نن ورځ د نورو هيوادونو د توليداتو په پرتله د چينايي توکيو بازار ډېر تود دی،اوچينايان پدې توانيدلي چې د افغانستان بازارونه هم تر ډېره پورې تر واک لاندې راولي،چې دا ټول د چين د خلکو او دولت د زياتو هڅو او کوښښونو پايله ده.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو د ننني پروګرام لمن په همدې ځای کې رانغاړو،ځکه د سټوډيو ساعت ته چې ګورم نو ددغه پروګرام وخت مخ په خلاصېدو دی،که تاسې زموږ د خپرونو په هکله سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې ولرئ نو د خپلو ليکونو په وسيلې يې زموږ سره شريکې کړئ،تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.خوښ او سوکاله اوسئ.