د چين د اطلاعاتو اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ د خوندورو خوراکونو د اتلسمې دورې نندارتون د اګست په اوولسمه نېټه د هانکانګ د نندارو په مرکز کې پرانيستل شو.
د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به پنځه ورځی دوام ولري او نژدی څلور سره شرکتونه ګډون پکې کوی چې د تېر کال په پرتله په سلو کې لس زيات شوی.
د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال د هانکاګ د خوراکونو د چمتو کولو او د څښاک د صادراتو عمومی ارزښت له دوه مليارد امريکايی ډالرو څخه اوښتی و.