
ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . څه موده مخکی زمونږ د پروګرام له لارې ويل شوی وو چې د جولای او اګيست په مياشتو کې به د پروګرام په دغه برخه کې زمونږ د اوريدونکيو د کلبونو په اړه ځانګړی پروګرامونه خپاره شی او مونږ به د اوريدونکيو له کلبونو څخه ځينی کلبونه غوره کړم چې زمونږ د راډيو له پښتو خپرونو سره مينه لری او زمونږ له څانګې سره اړيکی ساتی .
نو د پروګرام په نننی کړۍ کې خوشحال تايب تاسو ته يوه مرکه چمتوکړې ده .
(( د خراسان کلب له مشر احمد احمدی نثار سره ځانګړې مرکه ))
نثار احمد احمدی د پاکستان صوبه سرحد خلع مانستره کې د افغانانو په دريم لمبر کمښ کې اوسيږی په ٢٠٠٤ کال کې يی کلب پرانيستی او د غړو شمير يی شاوخوا ١١٠ کسانو ته رسيږی چې ښځينه او نارينه پکی شامل دي .
نثار احمد احمدی مخکې د آريانا په کلب کې غړيتوب درلود چې بيا وروسته يې د خراسان کلب پرانيست .
دی وايی چې د کلب غړی يی د چين له نړيوالې راډيو سره ځانګړې مينه لری او تل هڅه کوي چې خپلې اړيکې ورسره وساتي .
نثار احمد احمدی تر دې مهاله له سی آر آی راډيو څخه دوه جايزې هم ترلاسه کړي دی .