د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د ملکی چارو وزارت خبر ورکړ چې د پاکستان له خوا د چين له ناورين ځپلو سيمو سره د مرستې لومړی ډله ايز مالونه د اګست په اووه لسمه نېټه د اورمچې هوايې ډګر ته راوسيدل.
د معلوماتو له مخې: دغه مالونه له شړيو او خيمو څخه عبارت دی.
د روان کال له پيل راهيسی،د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکه سيمه د سيلاونو او زلزلې له ناورينونو سره مخامخ شوی چې له امله يې د مال او سر زيات زيانونه رامنځته شوی دی. نو د ملکی چارو وزارت پريکړه وکړه چې دغه مالونه په مستقيمه توګه د شينجيانګ په ها مي کې د سيلاونو او په يی لې کې د زلزلې ځپلو سيمو ته وليږي.