د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم د اګست په اوولسمه نېټه وويل دغه هېواد د ذروی وسلو د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د نړيوالې ټولنې د کوششونو ملاتړ کوی او د ذروی وسلو د خپرېدو د مخنيوی په اړه يې جدی تدبيرونه نيولي دي.
نوموړې وويل پاکستان د خپلو ذروي موادو د ادارې او کنترول سيستم جوړ کړی او د ذروی موادو صادرات يې هم تر جدي کنترول لاندی دي. نو د پاکستان لخوا د ذروی وسلو د خپرېدو په اړه د استراليا د بهرنيو چارو وزير وينا سمه نه ده.