دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! روان کال د چين د داخلی مغولستان خپلواکی سيمی د جوړيدو له ٦٠ کاليزه سره برابر دی٠ د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د مشهور سندرغاړی لاسوژونګ له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠لومړی به موږ په ګډه د لاسوژونګ له خوا ويل شوی د ستاينی يوه سندره واورو٠
لاسوژونګ په ١٩٤٧ کال کی د داخلی مغولستان په لويديځه سيمه کی زيږيدلی دی٠ هغه په١٩٦١ کال کې د داخلی مغولستان په پلازمينه هوهوت کی په هنری ښوونځی کی زده کړه وکړه ٠ په ١٩٦٩ کال کې يی له مرکزی پلاوی سره شينجيانګ ته د شينجيانګ د خپلواکی سيمی د جوړيدو د لسمی کاليزی په ننداری کې ګډون وکړ٠
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د لاسوژونګ له خوا ويل شوی د مغولی قوم د کوچيانو يوه خوندوره سندره واوريده٠ له ٤٠ کلونو راهيسی لاسوژونګ په ٣ زرو نندارو کې ګډون کړی او څو ځله يی د هېواد په ستری هنری ننداری کی جايزی تر لاسه کړی٠ هغه څه د پاسه شلو هېوادونو ته سفرونه کړی او زيات شمېر نندارچيان يی راجلب کړي دي٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د لاسوژونګ له خوا ويل شوی د مغولی قوم يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی دی د شيلين سيند٠
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!