د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګست په اتلسمه نېټه له قزاقستان څخه د خپلې ليدنې له پای ته رسولو وروسته بېرته بېجينګ ته راستون شو. د دولت رئيس له دې مخکې له قرغيزستان څخه رسمی ليدنه وکړه، د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې يې ګډون وکړ او په روسيه کې يې د دغه سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد ګډه پوځی مانوره وکتله. د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه چې له هو جين تاو سره په دغه ليدنه کې ملګری و څرګنده کړه چې د رئيس هو جين تاو دغې ليدنې ښې پايلې تر لاسه کړې.
هغه وويل: له قزقستان او قرغيزستان څخه د رئيس هو جين تاو ليدنې په هراړخيزو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری پياوړی کړې، د چين او دغو دوو مهمو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ يې عنعنوی دوستی ټينګه کړې او د چين او قرغيزستان ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او د چين او قزاقستان ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو په پرمختګ کې يې مهم رول لوبولی دی.
بر سېره پردې، رئيس هو جين تاو په بيشکيک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې په خپله وينا کې د دغه سازمان د سالم او پرله پسی پرمختګ د پياوړتيا په اړه مهم وړانديزونه هم وکړل.