<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-19 20:54:02    
د چين د دولت رئيس هو جين تاو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه.

cri

د اګست نولسمه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو د اته اتيايمې کاليزې سره برابره ده، د دغې ورځې په مناسبت د چين د دولت رئيس هو جين تاو په همدې ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر حامد کرزي په نامه د مبارکۍ پيغام واستول. اوس به تاسی د دغه پيغام پوره متن واورئ:

د افغانستان د اسلامی جمهوريت د خپلواکۍ د اته اتيايمې کاليزې په وخت کې زه د چين د حکومت او وګړيو په استازيتوب او په خپل نامه تاسو او ستاسو له لارې د افغانستان حکومت او وګړيو ته توده مبارکي او نېکې هيلې وړاندی کوم.

زيار کښو، هوښيارو او زړه وړو افغانانو د ملی خپلواکۍ او د هېواد د پرمختګ په تاريخ کې زرينې پاڼې ليکلی. زه د زړه له کومي هيله او باور لرم چې ستاسو د هېواد د حکومت او وګړيو د کوښښونو له لارې به د افغانستان راتلونکی نور هم ښکلی وي.

چين او افغانستان دوديز دوستان او ګاونډی هېوادونه دي. د تېر کال په جون مياشت کې تاسی له چين څحه يوه بريالی ليدنه وکړه او په ترڅ کې مو يې د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون لاس ليک کړ او په هراړخيزو توګه مو د همکارۍ او دوستۍ ايکې جوړی کړی چې له مخې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي د پرمختګ نوی پړاو ته ورسيږي. چين هيله لري چې له افغانستان سره يو ځای په هراړخيزو توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستی اړيکيو د پرله پسی پرمختيا لپاره کوښښ وکړي.

ستاسی د روغتيا نيکمرغۍاو ستاسو د هېواد د سمسورتيا په هيله .