
دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د چين د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې په مرکز وروموچی کی يو معيوب ويغوری ځوان اوسيږی چې شير علی محمود نوميږی٠ که څه هم هغه يوازی د منځنی ښوونځی د لومړی پړاو په کچه سوادی لری، خو په خپله يې د چين ملی ژبه، ترکيی او فارسی ژبې زده کړې دي٠ اوس هغه د خپلې لوې اوسيدونکی سيمې يو تکړه ژباړونکی ګرځيدلی دی٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته دغه ځوان دروپيژنو٠
( د شعر لوستل ) قدرمنو ملګرو، دغه فارسی شعر چې تاسی يې واوريد ، د معيوب ځوان شير علی محمود لخوا په فارسی ژبه لوستل شوی ، د دې شعر معنی ده چې ٌ خدای دوه دردونه په يو ځل پيدا کړل، دا دي بی وزلي او وفادار ملګری، زه د بی وزلۍ پروا نه لرم ، خو په دی خپه يم : کله مې چې ملګری مرستې ته اړتيا لری، زه ورسره مرسته نشم کولای٠ ٌ
شير علی محمود په ١٩٧٥ کال کی د شينجيانګ د وروموچی ښار په يوه ويغوری کورنۍ کی وزيږيد، خو بدمرغه خبره دا وه چې ده د دوه کلنۍ په وخت کی د يوې سختې ناروغۍ له امله د تلو توان له لاسه ورکړی دی٠ که څه هم په هغه وخت کې ده له نورو ماشومانو سره يو ځای لوبې ونشوې کړای ، خو د کتابونو لوستلو لپاره يې لا زيات وختونه درلودل٠ ده وويل :
ما له کوچنيتوب څخه د کتابونو له لوستلو سره ډيره مينه درلوده٠ زما د ماشوم توب په يوه ورځ ترور مې ما ته د عربی شپو په نامه يو مصور کتاب چې په ويغوری ژبه چاپ شوی وو، د سوغات په توګه راکړ، ما ور سره مينه درلوده ، خو په هغه وخت کی می سواد نه درلود او نشو می لوستی، مګر د لومړنی ښوونځی د لومړی ټولګی د ژمنی رخصتۍ په موده کی ما په بنسټيزه توګه دغه کتاب ولوست او کيسو يې زما زړه نيولی و٠ ٌ
د نوموړی کتاب د زياتو عربی لرغونی کيسو له امله ماشوم شير علی محمود د ادبياتو شوقی شو او د لومړنی ښوونځی له پنځم ټولګي څخه يې په ويغوری ژبه د شعرونو او نثرونو په ليکلو پيل وکړ چې ځينی أثار يې په ويغوری ورځپاڼو او مجلو کی خپاره شوي دي٠
شيرعلی محمود د ادبی أثارو ليکلو تر څنګ په خپله د چين ملی ژبه هم زده کړه او ورپسی يې د ويغوری ژبې او ملی ژبی په ژباړې پيل وکړ٠ کله چې ده لومړی ځل د ژباړې حق الزحمه خپلې مور ته ورکوله ، ډير خوشحاله و٠ هغه وويل :
زه په ١٩٩٣ کال کې د منځنی ښوونځې له لومړنی مرحلې څخه تر فارغيدو وروسته د ملی ژبې پراهميت پوه شوم٠ په هغه وخت کی می په ازمايښتی توګه د ملی ژبې ځينی خوندورې مقالې په ويغوری ژبه ترجمه کولې او موخه مې دا وه چې له دی لارې د ملی ژبی د زده کړې تر څنګ يو څه عايدات هم ترلاسه کړم ترڅو مې د کورنۍ اقتصادی ستونزې ليری شی ٠ کله چې د وروموچی ماښامی ورځپاڼې لومړی ځل زما يو شعر خپورکړی او ما ته يې حق الزحمه راکړه ، ډير خوشحاله وم او سمدلاسه مې دغه پيسی مور ته ورکړې٠ زما مور لا تر اوسه هم د هغه وخت د خوښۍ حالت ندی هير کړی٠ ٌ
شير علی محمود له ١٩٩٩ کال څخه په دوو کلونو کی ترکيې ژبه هم زده کړه او ورپسی يې پريکړه وکړه چې فارسی ژبه زده کړی٠ هغه د کتابونو پر لوستلو برسيره تل د بهرنيو ژبو راډيويی خپرونې هم اوری تر څو د بهرنيو ژبو د اوريدو توان يې لوړ شی ٠ اوس هغه د وروموچی په يوه لويه اوسيدونکې سيمه کی د ژباړې کار کوی او د دغې سيمې اړوندې څانګې د ځينو هغو قضيو د حل په برخه کی چې له بهرنيانو سره تړاو لری، هغه د عمده ژباړونکی په توګه ګماری ٠ د ده کشره خور هورګل محمود له کوچنيتوب څخه د خپل ورور له نه ستومانه کيدونکو کوششونو څخه اغيزمنه وه او خپل ورور تل د بېلګې په توګه بولی٠ هغې وويل : ٌ زه ټينګ هوډ کوم چې د ورور په شان په کوشش سره زده کړه وکړم ٠ اوس زه په شينجيانګ پوهنتون کی د سيلانۍ چارو په پوهنځی کې زده کړه کوم او هيله لرم چې د خپل ورور په مرسته څو بهرنی ژبې هم زده کړم ٠ ٌ د ده مور ايی نياز خان هم پر خپل زوی وياړی٠ هغې وويل :
شير علی محمود زما مشر زوی دی ، که څه هم يو معيوب دی، خو له کوچنيتوب څخه يې د کتابونو له لوستلو او زده کړو سره مينه درلوده٠ اوس دی زما په کور کی د ملا د تير رول لوبوی، زه ډيره خوشحاله يم چې يو دومره ښه زوی لرم٠ ده ټول کور ته نيکمرغی رسولی دی٠ ٌ
اوس شير علی محمود دا هيله هم لری چې په پوهنتون کی ژبپوهنه وکړی او ورپسی د لرغونی فارسی ژبې او د انګلسی ، فرانسوی او روسی ژبو د زده کړې لپاره اړوندو هېوادونو ته ولاړ شی٠
ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د معيوب ځوان شير علی محمود د ټنيګ هوډ په هکله يو راپور واوريد، ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو، سوکالۍ اوسئ !