<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-20 19:03:22    
ډېر بهرني محصلين له چينی ژبی سره علاقه لري

cri

څو ورځې دمخه د چيني ژبې پل په نامه د بهرنيو محصلينو د شپږمې دورې وروستۍ سيالي پای ته ورسيده. د امريکا ، فرانسي او کينيا په شمول د څه د پاسه پنځوسو هيوادونو څه د پاسه سل تنه محصلينو د چين د شمال ختيځ په چانګ چون ښار کې په دغه سيالۍ کې د چيني ژبې د استازيو په توګه د دغه لوړ وياړ د لاس ته راوړلو لپاره کوششونه کړي دي.

له بريتانيا څخه راغلی ما شان وويل څلور کاله مخکې له چينی ژبی سره اشنا شوی دی. په هغه وخت کې يې يو شمېر کتابونه ولوستل چې د چين له بودايی او داو دينونو سره يې تړاو درلود، نو له چين سره يې علاقه ومونده. وروسته يې د چين په چينګ داو ښار کې په يو وړکتون کې د انګليسی ژبې په ښوونه پيل وکړ چی هلته چينايانو هم ده ته چينی ژبی ور زده کوله. بريتانيا ته له بېرته ستنېدو وروسته يې په لندن پوهنتون کې چينی ژبې زده کړه وکړه.

په وروستيو کلونو کې د چين د ورخلاصون په پراخوالي او د اقتصاد په ګړندی پرمختګ سره له نړۍ سره د چين تبادله او تماس ورځ په ورځ پراخ او ژور شوی، په تېره بيا د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره ډېر زيات بهرنيان له چينی ژبی سره مينه موندلې ده. يو شمېر يې د چين له لرغونی تاريخ سره ډېره علاقه لري او ځينی يی چينی ژبه په راتلونکی کې د خپلې تکنولوژۍ په توګه بولي.

د يوې شمېرنې له مخې، اوس په نورو هېوادونو کې د چينی ژبی د زده کوونکيو شمېر له دېرش مليونو څخه اوښتی دی. نو د چينی ژبی پل په نامه د بهرنيو محصلينو کلنی سيالي د دوی د چيني ژبې سويې د ښوولو لپاره يوه مهمه زمينه ده. د معلوماتو له مخې، د سږنۍ دورې په وروستی سيالی کې له ديموکراتيکې کوريا څخه راغلی لي ان چيوان، له اندونيزيا څخه راغلی وانګ رو ان او له امريکا څخه راغلی چياو چه هوی دری تنو د چينی ژبی استازيو په توګه لوړ وياړ تر لاسه کړ او په چين کې يې د زده کړې لپاره د چين حکومت لخوا برابر شوی سکالرشېپ وګاټه. پر دې سربيره، نور دوه ويشت تنه وتلی زده کوونکي هم په چين کې د لنډې مودې د زده کړې سکالرشېپ تر لاسه کړ. د معلوماتو له مخې له دغې سيالۍ وروسته به ګډون کوونکي محصلين د چين د مشهورو طبيعي منظرو د سيلانۍ او د بيجينګ د اولمپيک سپورتي تاسيساتو د ليدنې کتنې په ګډون په يو لړ فعاليتونو کې برخه واخلي .

د دغې سيالۍ په اړه د چيني ژبې د دودولو د لارښوونکي ډلې د دفتر مشر جاو ګوو چنګ وويل په ٢٠٠٢ کال کې د چينی ژبی پل په نامه له لومړی دوری سيالۍ راهيسی، دغه سيالی کال په کال د چينی ژبی د زياتو بهرنيو زده کوونکيو پاملرنه راجلبوي. هغه وويل په سږنۍ سيالۍ کې د ګډون کوونکيو شمېر تر ټولو ډېر دی او سويه يې هم لوړه ده. هيله ده چې د دغې سيالې له لارې به د بېلا بېلو هېوادونو ډېر زيات محصلين له چين او چينی ژبی سره علاقه ومومي .