<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-20 18:48:16    
په چين کې د نفتو د استخراج او تصفيې د اړينو تجهيزاتو جوړولو يوه مهمه اډه د بشپړيدو په حال کې ده .

cri

د پان جين ښارچې د چين د لياو نينګ ولايت په جنوب لويديځ کې پروت دی ، اوس په دې هڅه کې دی چې د هيواد د شمال ختيځ د زړې صنعتی اډې د سمسورتيا او د دغه ولايت په ساحلی سيمو کې د اقتصادی پرمختګ له امله پربډايو طبيعی سرچينو، غوره ترانسپورتی شرايطو او چاپيريال په أتکا سره د نفتو د استخراج او تصفيې د اړينو تجهيزاتو جوړولو اډه جوړه کړي. د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې اډې په باب معلومات وړاندی کړو.

په دغه ښار کې د لياو هه نفتی سيمه موجوده ده چې د چين درېيمه لويه نفتی سيمه ده او د کورنيو توليداتو د توليدې اندازې نيمه برخه يې نيولې ده. په وروستيو کلونو کې د استخراج شويو نفتو د اندازې کمښت د دغه ښار پر اقتصاد اغيزه کړې ده. د دغه ښار د ګوندی کميټې منشی چن های بو زمونږ له خبريال سره دمرکې په ترڅ کې وويل

 د نفتو او طبيعی ګازو د زېرمه شوې اندازې کمښت د پان جين ښار پر اقتصادی پرمختګ څرګنده اغيزه کړې، نو د دغه ښار د دايمی پرمختګ دنده درنه ده. له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری به زمونږ ښاوالي د اقتصادی پرمختګ په برخه کې دری عمده دندې وټاکي چی لومړی يې د نفتو د استخراج او تصفيې په اړه د اړينو تجهيزاتو جوړولو چارو ته پرمختګ ور کول دي.

د دغې دندې د تر سره کولو لپاره په ٢٠٠٥ کال کې په دغه ښار کې يوه اقتصادی سيمه جوړه شوې چې د امتيازی تګلارې په پلی کولو سره يې اړوندې عصری تصدۍ راجلب کړي دي.تر اوسه پوری د نفتو د استخراج او تصفيې په اړه د اړينو تجهيزاتو جوړولو يوشمېر تصديو په دغه سيمه کې خپلې فرغی څانګې جوړې کړې دي.د لياو هه باو شی په نامه د نفتو تجهيزاتو محدود شرکت همدغه شان شرکت دی. د دغې تصدۍ عمومی مدير هو ده شيانګ زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د پان جين ښار جغرافيايی مقام د نفتو د استخراج او تصفيې په اړه د تجهيزاتو جوړولو لپاره ګټور دی.په چين کې د نفتو اړوندې تصدۍ په لويديځه برخه کې پرتې دي.خو لويديځې سيمې بندرونه نه لري. خو د پان جين ښار د دا ليان بندر ته نژدی دی او خپل بندر جوړوي، نو خپل غوره والی لري.

نوموړی وويل د دغه ښار د پانګونې د ښه چاپيريال له امله تصديو چټک پرمختګ کړی دی. له دوو کلونو راهيسی کله چې دغه شرکت جوړ شوی توليدی ارزښت يی اته سوه مليون يوانو ته رسيدلی چې دغه ارزښت د تصدۍ د جوړونې د پيل په پرتله پنځه ځله زيات دی. تر اوسه پوری د دوی توليدات امريکا، اروپا، منځنی ختيځ، منځنۍ أسيا او جنوب ختيځې أسيا څلويښتو هېوادونو او سيمو ته صادر شوي دي. له نن څخه وروسته به دوی پلان لري چې خپلې چارې د سمندری نفتو د استخراج او تصفيې په اړه د اړوندو تجهيزاتوجوړونې برخې ته پراخې کړي.

د پان جين د اقتصادی سيمې مرستيال لی يوانګ فو وويل د نفتو د نړيوال بازار د بيې لوړوالی له امله به د دغو تصديو ګټه زياته شي.هغه زياته کړه

مونږ د نفتی سيمو د استخراجولو له اړوندو اړتياوو سره سم دغه شان تصدۍ راجلب کړي چې په پايله کې دغو تصديو د نفتو د لوړې بيې له امله چټک پرمختګ کړی او په سيمه کې د نفتو د استخراج او تصفيې د تجهيزاتو جوړولو چارې هم

د چټک پرمختګ پړاو ته رسيدلی دي.

د پان جين ښار د اقتصادی سيمې د مرستيال لي يوانګ فو د اټکل له مخې له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری به د دغو چارو پرمختيايی انډول په سلو کې دېرش وساتل شي. نوموړی زياته کړه چې تر ٢٠١٠ کاله پوری به دغه ښار په بنسټيزه توګه د هېواد په وړاندی د نفتو د استخراج او تصفيې د تجهيزاتو جوړولو چارو د اډې بشپړتيا او د نفتو د عصرۍ مرکز جوړونې موخت تر سره کړي.

هغه زياته کړه چې د دغې اډې له بشپړولو وروسته به د چين د نفتو استخراجولو لپاره يوه ښه زمينه برابره شي او په سيمه ايز اقتصادی پرمختګ کې به مهم رول لوبوي.