د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د علمی اکاډمۍ مرستيال بای چون لي د اګست په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل اوس په چين کې د ايکولوژيکی چاپېريال د څارنې شپږدېرش مرکزونه جوړ شوي او د چين د ايکولوژيکی سيستم د څېړنې شبکې سويه په نړۍ کې لومړی ځای نيسی.
ښاغلي بای چون لي په همدې ورځ د ايکولوژيکی چاپېريال په يو نړيوال سيمينار کې وويل د چين د ايکولوژيکی چاپېريال د څېړنې شبکه په ١٩٩٨ کال کې جوړه شوی چې د چين د ايکولوژيکی چاپېريال او سرچينو د څېړنې لپاره يې علمی معلومات برابر کړي دي.