د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د اګست په نولسمه نېټه د هېواد په شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت په دا ليان ښار کې د لي ينګ ٠٧ په نامه د ٢٠٠٧ کال د الوتکې د تښتولو پر ضد مبارزې ځانګړې تمرين تر سره کړ.
د چين د الوتکې د تښتولو پر ضد مبارزې د ادارې لخوا دغه تر سره کېدونکې تمرين د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې ملکي الوتنې ته د ګواښ پر ضد د عملياتو وړاندوينې يوه ننداره وه. د چين د صدراعظم مرستيال ځنګ پې يان دغه تمرين وکوت او و يې ويل بايد دغه ډول وړاندوينه پياوړی او د الوتکې د تښتولو پر ضد مبارزې سويه لوړه شي چې په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو تر سره کولو ضمانت وشي.