<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-20 20:26:11    
په بېجينګ کې منظره لرونکی ځايونه --- دوبنی شاهي باغ

cri

دوبنی شاهي باغ د بېجينګ په شمال لوېديځ کې پروت دی او اصلی نوم يې چينګ چي باغ و. چينګ چي باغ د چينګ په امپراتوري دوره کې په ١٧٥٠ کال کې د لومړي ځل لپاره جوړ شوی او د ١٨٦٠ کال د ترياکو جګړې په موده کې د بريتانيا او فرانسې د ګډو ځواکونو لخوا وسوځول شو. وروسته په ١٨٨٦ کال کې د چينګ امپراتوري حکومت د سمندری پوځ پيسی په استعمال دغه باغ بيا ورغاوه او دوه کاله وروسته يې نوم په دوبنی باغ بدل شو چې د څه شي په نامه د امپراتور مور د خپل زوړوالي کلونو د تېرولو ځای په توګه ټاکلی و. نو دغه باغ د چينګ امپراتورۍ په وروستۍ موده کې د امپراتورۍ ماڼۍ په پرتله د واکمنۍ چلونکيو د سياسی او ديپلوماتيکو فعاليتونو يو بل مهم ځای و. دغه باغ د چين وروستی تاريخ کتلی او ډېرې مهمې تاريخی پېښې پکې شوي دي. په ١٨٩٨ کال کې د ګوانګ شو په نامه امپراتور دلته د اصلاحات پلوي کانګ يو وی سره وکتل او ور ته يې د اصلاحاتو د محتوياتو په اړه يې ترې پوښتنه وکړه. په ١٩٠٠ کال کې د اتو هېوادونو ګډو ځواکونو پر بېجينګ تېرۍ وکړ او دوبنی شاهي باغ يو ځل بيا ويجاړ شو. په ١٩٠٢ کال کې د چينګ امپراتورۍ حکومت يو ځل بيا دغه باغ ورغاوه. د دغې امپراتورۍ مودې په وروستيو کلونو کې دغه باغ د چين د واکمنانو د استوګنې ځای و.

په ١٩١١ کال کې د شين های په نامه د چينی انقلاب په موده کې د چينګ امپراتورۍ ړنګه شوه او په ١٩٢٤ کال کې دوبنی شاهی باغ د وګړيو پر مخ پرانيستل شو.

د دوبنی شاهي باغ طرحه او جوړونه ډېر وتلی ده چې په شاوخوا سيمه کې يې له منظره لرونکی چاپېريال څخه په ګټه شاهی احساسات څرګند شوی دي او انسانی نښې ښکاره نه دي. د وان شو په نامه غر او د کونګ مينګ په نامه جهيل د دغه باغ بنسټيز چوکاټ جوړوی. د دغه باغ پراخوالی دوه اعشاريه اوه نوی مربع کيلو مترو ته رسېږي او د اوبو پراخوالی يې د عمومی پراخوالي دری پر څلور برخه نيسی. په دغه باغ کې سل منظره لرونکی ودانۍ، شل لوی او کوچنی انګړونه او دری زره لرغونې ودانۍ موجودې دي چې پراخوالي يې اويا زره مربع مترو ته رسيږی. پر دې سربيره، په دغه باغ کې څه نا څه يو زر او شپږ سوه عجيبې او لرغونی ونې هم ولاړې دي.

د ١٩٦١ کال د مارچ په څلورمه نېټه دغه باغ د چين د ميراثونو ساتنې په لومړی لست کې شامل شو. د ١٩٩٨ کال د دسمبر په دوهمه نېټه دغه باغ د م م د يونسکو سازمان لخوا د نړيوالو ميراثونو په لست کې هم شامل شو.