<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-21 17:47:24    
د تايوان د غوره کرهڼيزو محصولاتو ګرځند نندارتون

cri

د تېرې مياشتې په پای کې د ٢٠٠٧ کال لپاره د تايوان د غوره کرهڼيزو محصولاتو ګرځند نندارتون چې د تايوان تنګی د دواړو غاړو ترمنځ د کرنې تبادلې د ټولنې او د تايوان د کرنې ټولنې له خوا جوړ شوی، د هېواد په څو ښارونو کې پرانيستل شو. د دغه نندارتون په پرانيستلو سره د هېواد د سترې برخې مشتريانو د تايوان کرهڼيزو محصولاتو هر کلی وکړ چې له مخې يې اغيزه پراخه شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د کرنې تبادله او همکاری پياوړی شوې ده.

دغه نندارتون د جولای له ٢٠ نېټې څخه تر ٢٥ نېټې پوری دوام وکړ چې د هېواد د سترې برخې په شانګهای، نان جينګ، فو جو، وو هان، ګوانګ جو او دا ليان ښارونو کې پرانيستل شوی و.د تايوان ولايت د کرنې ټولنې، د دغه ولايت د بېلا بېلو ولسواليو ټولنو او اړوندو تصديو په جلا جلا توګه په دغه نندارتون کې ګډون وکړ او د هېواد د سترې برخې خلکو ته يې د دغو محصولاتو په اړه معلومات وړاندی کړل چې له امله يې د هېواد د سترې برخې له مشتريانو سره تماس نژدی شوی او د اړوند بازار په حالت پوهېدنه زياته شوې ده.د تايوان د نان تو له ولسوالۍ څخه راغلی ښاغلی چن جين وي خبريال ته هيله څرګنده کړه چې د دغه نندارتون له لاری د سترې برخې له سوداګرانو سره وپيژني او د هېواد په ستره برخه کې د خپلو توليداتو د پلورنې اندازه زياته کړي.

زمونږ خبريال په دغه نندارتون کې داسی حالت ليدلی چې د ميوو، سبو، وريجو، چای او سمندی خوړو په شمول ٤ سوه ډوله کرهڼيز محصولات نندارې ته وړاندی شوي وو.

کرنه د تايوان تنګی د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې تر ټولو ښه ساحه ده.

په ٢٠٠٥ کال کې د هېواد په ستره برخه کې د کرنې په اړه د يو لړ امتيازی تګلارې له پلی کولو راهيسی د هېواد د سترې برخې زياتو خلکود تايوان غوره کرهڼيز محصولاتو هر کلی کړی دی. د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠٠٦ کال کې له تايوان څخه د واردو شويو ميوو اندازه ٣٥٠٠ ټنو ته رسيدلی او ارزښت يې له څلور مليون امريکايی ډالرو څخه اوښتی چې د تېر کال په پرتله زيات شوی دی.د ٢٠٠٧ کال په پيل کې د هېواد سترې برخې د کرنې په برخه کې د تايوان په اړه د شلمې شملې مادې امتيازی تګلاره اعلان کړه، که څه هم د تايوان کرهڼيز توليدات د هېواد د سترې برخې بازار ته ننوتلی، خو وخت يی اوږد نه دی، نو د سترې برخې وګړي ورسره بلدتيا نه لري.

د تايوان دکرنې ټولنې عمومی مدير جيانګ يوانګ چنګ وويل د دغه نندارتون د برياليتوب له امله به د تايوان کرهڼيز محصولات مشهور شي او په ستره برخه کې به د دغو توليداتو د پلورنې يوه مهمه نښه هم وي.

د چين د کرنې وزارت چارواکی وويل تايوان د غوره کرهڼيزو محصولاتو ډولونه، عصری تکنالوژي او ښې تجربې او د کرهڼيزو توليداتو د پلورلو ښه شبکه لري او دغه راز د هېواد ستره برخه بډايې سرچينې، په نسبتي ډول بشپړ بنسټيز تاسيسات او دايمی ثابت اقتصادی چاپيريال لري چې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ بنسټ دی.د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا له امله به د دواړو غاړو ترمنځ کرهڼيز جوړښت تنظيم شي او يو د بل کمښت به پوره شي.