د چين د اطلاعاتو اژانس د خبر له مخې، د ځمکی او سمندر تر منځ په ټاکلی وخت کې د لېږد رالېږد يوه لار چې د چين، روسيی، کوريا جمهوريت او جاپان لخوا په ګډه جوړه شوی، روان کال به وکارول شي. اوس دغه لار د چين او کوريا جمهوريت تر منځ په ازمويښتي ډول کارول شوی ده.
د چين د شمال ختيځ جين لين ولايت يو چارواکي د اګست په يوويشتمه نېټه وويل د دغې لارې اوږدوالی اته سوه سمندری ميلونو ته رسيږی او د چين د جين لين ولايت له هوی چون ښار څخه د روسيې او کوريا جمهوريت له لارې جاپان ته رسيږی. دغه لار به د جاپان چارپېر د لېږد رالېږد سمندري لاره پرانيزي. د دغې لارې په کارولو سره به د چين د شمال ختيځ او جاپان تر منځ واټن ډېر کم شي او د ليږد راليږد لګښت به هم ټيټ شي.