<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-21 20:21:33    
د اولمپيک لوبو په اړه د يو چينی خبريال کيسې

cri

د چينی سپورتي خبريالانو تر منځ ګاو ديان مين يو مشور نوم دی. د ١٩٨٤ کال د لوسانجليس په اولمپيک لوبو کې، هغه د دغه مهم خبر د خپرولو لومړی چينی خبريال و چې چينی لوبغاړی د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړۍ طلايی مډال تر لاسه کړ. اوس دی د سين هوا اژانس د سپورتي خبرونو د چلولو ادارې مشر دی او د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د مطبوعاتی کميټې غړيتوب هم لري.

ښاغلي ګاو ديان مين له ١٩٨٤ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری، په شپږ دورو اولمپيک لوبو کې اړوند خبرونه ورکړی دي چی په چين کی د ډېرو تجربو لرونکو سپورتی خبريالانو څخه شمېدل کېږي. د ١٩٨٤ کال د لوسانجلس اولمپيک لوبو په موده کې، دېرش کلن ګاو ديان مين د نښې وېشتلو پروګرام کې يو لړ خبرونه ور کړل. په همدغه پروګرام کې چينی لوبغاړي شو های فنګ د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د چين لپاره لومړۍ طلايی مډال تر لاسه کړ او ګاو ديان مين په وخت سره دغه خبر خپور کړ چی له امله يې شهرت وګاټه. د دغې پېښې د يادونې په ترڅ کې ښاغلي ګاو ديان مين لا تر اوسه هم ډېر تود احساس لري. هغه وويل

د سين هوا اژانس د يو خبريال په توګه، ډېر نيکمرغه وم چې د ١٩٨٤ کال د اولمپيک لوبو په اړه مې په زياتو خبرونو کې ګډون وکړ. په دې توګه مې په ډېره نيکمرغۍ سره دا هم وکتل چې شو های فنګ د چين لپاره د اولمپيک لوبو لومړی طلايی مډال تر لاسه کړ.

د ١٩٨٤کال د لوسانجلس اولمپيک لوبې داسې لوبې وې چې په ١٩٧٩ کال کې د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې د خپل ځای له اعادې وروسته چين د لومړی ځل لپاره په دغو لوبو کې ګډون کاوه. له دې امله چې دغه لوبې په امريکا کې تر سره شوې، نو د چين او امريکا تر منځ د تبادلې او دوستۍ د پياوړتيا لپاره يې يوه ښه زمينه برابره کړه. ښاغلي ګاو ديان مين وويل

د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې کله چې د چينی لوبغاړو پلاوی سپورتی ډګر ته ننوت، امريکايی نندارچيانو ور ته تودې چک چکې وکړې.

له دغو لوبو وروسته د اولمپيک په څو لوبو کې د چيني پلاوی توان پياوړی شوی او ښه برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. نو له همدی امله چينايانو وغوښتل چې اولمپيک لوبې کوربه شي. سره له دې چې په ١٩٩٣ کال کې د چين لومړی غوښتنه ناکامه شوه، خو چين له خپلو کوششونو څخه لاس وا نه خيست. له ډېرو ښو کوششونو وروسته، بېجينګ په رسمی توګه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق لاسته راوړلو غوښتنه وکړه. د ٢٠٠١ کال د جولای په ديارلسمه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کـمېټې پخواني مشر انتونيو سامارانچ د دغې کمېټې په يو سل او دوولسمه غونډه کې اعلان وکړ چې بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کړ. په همدی وخت کې ګاو ديان مين هم په مسکو کې و او د هغه برياليتوب د يادونې په ترڅ کې يې وويل

په هغه وخت کې د بېجينګ د ښاروالۍ په بلنه له دوی سره يو ځای مسکو ته وخوځېدم. د ښاغلي سامارانچ له اعلان وروسته، موږ ډېر خوشحاله وو او د لوېديځو هېوادونو زيات شمېر خبريالانو موږ ته مبارکي وويله.

د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کولو لپاره د پنځو سيالو ښارونو په اړه د نړيوالې کمېټې د ارزونې په راپور کې دې ته اشاره شوې چې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبې به د چين او نړۍ د سپورتي لوبو لپاره يو ميراث پرېږدي. د ښاغلي ګاو ديان مين په اند د بېجينګ لخوا د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو تر سره کېدل د اولمپيک لوبو د پرمختګ يوه نښه ده. هغه وويل

د بېجينګ لخوا د اولمپيک لوبې تر سره کېدل د چين په تاريخ کې يو لويه پېښه ګڼل کېږی. د چين په اصلاحاتو او ورخلاصون سره د هېواد توان پياوړی شوی او سپورتي لوبو هم ستر پرمختګ کړی دی. نو د اولمپيک لوبو تر سره کول د ټولو چينايانو له هيلو سره سمون خوری.

ښاغلي ګاو ديان مين هيله لري چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې په بشپړه توګه د ښکليو کيسو د ښودلو لپاره کوششونه وکړي.