<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-21 20:53:25    
د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو منتخبه داوطلبه منګ شياو يان

cri

ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام د خپريدو وخت رارسيدلی دی. زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم، هيله ده چې د دغه پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ!

ديرش کلنه منګ شياو يان يوه قانونی کارکوونکې ده، خو تل د داوطلبۍ چارو ته ډېره پاملرنه کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د منګ شياو يان په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

منګ شياو يان د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې زېږيدلې او په ٢٠٠٤ کال کې له بېجينګ پوهنتون څخه تر فارغيدو وروسته د قانوني مرستې په يوه سازمان کې کار کوي. دې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره په لومړی داوطلبی ډلې کې خپل نوم ثبت کړ

کله چې په ١٩٩٦ کال کې منګ شياو يان د بېجينګ پوهنتون د قانون پوهنځي په دوهم ټولکی کې زده کړې کولې، د غوره زده کوونکو لومړی سکالرشيپ يي تر لاسه کړ او سمدلاسه يې په خپل ټاټوبی کې بی وزلو ماشومانو ته ورکړ. سره له دې چې په هغه وخت کې د ددې کورنی اقتصادی حالت هم دومره ښه نه و، دغه عمل د نورو زده کوونکو لخوا ښه و نه پيژندل شو ځکه ددوی په اند بايد لومړی خپل حالت تر نظر لاندي ونيول شی . پوښته دا ده چې ولی لومړی د نورو ستونزې تر غور لاندي ونيول شی نه د ځان ؟ منګ شياو يان يې داسی ځوابوي

په هغه وخت کې ما تازه لومړی سکالرشيپ تر لاسه کړ. خو هيله مې دا وه چې تر

هر څه لومړی د دغو پيسو له لارې د خپل ټاټوبی له بی وزلو ماشومانو سره مرسته وکړم. ځکه د ماشومتوب په وخت کې زما د کورنۍ اقتصاد هم ښه نه و، نو له

ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم. په هغه وخت کې مې هيله درلوده چې له خپلې وسې سره سم له هغو ماشومانو سره مرسته وکړم چې زما په شان بی وزلي دي.

په ١٩٩٩ کال کې منګ شياو يان له بېجينګ پوهنتون څخه فارغه شوه او د هه نان ولايت د شين شياو ولسوالی په يو منځنی ښوونځی کې يی د يوې داوطلبې ښوونکې په توګه يو کلنه دنده ترسره کړه . په دې لنډه موده کې منګ شياو يان د خپلې وسې په اندازه د زده کوونکو د ځاني اعتبار او توان د پياوړتيا لپاره ډېر کوښښ وکړ. څو کاله وروسته ، د منګ شياو يان له زده کوونکو څخه لس تنه د بېجينګ په پوهنتونونو کې شامل شول. منګ شياو يان د دغو زده کوونکو د يادولو په وخت کې وويل: 

زه ډېر خوشحاله يم چې د داوطلبې په توګه مې په بی وزلی سيمه کې د ځاني اعتبار او توان د لوړولو لپاره له دغو زده کوونکيو سره مرسته کړې ده .

له هه نان ولايت څخه بېجينګ ته له بېرته ستنيدو وروسته منګ شياو يان د وړيا قانوني مرستې د برابرولو په کار بوخته ده.دې وويل چې په هه نان ولايت کې يی له کارونو وروسته د داوطلبانه کارونو د ارزښت او اهميت په هکله زده کړې کړی دی. نو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د داوطلبۍ غوښتنليک يي وړاندی کړ.

د منګ شياو يان په اند، هر څوک بايد د خپلو استعدادونو په کارولو سره د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره خدمتونه ترسره کړي. دې وويل:

څو مياشتې دمخه، په يو فعاليت کې د کانادا د اونتاريو ولايت د قانونی مرستې ادارې مرستيال چې يو کار پوه هم دې، ما ته وويل چې هغه د سيدني د اولمپيک په

سپورتي لوبو کې ګډون کړی او د يوه موټرچلونکي په توګه يي د داوطلبۍ دنده ترسره کړه. ښه به دا وي چې هر څوک له خپل غوره والي سره سم د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره خدمتونه وکړي.

د بېجينګ داولمپيک سپورتي لوبې به له يوکال وروسته پرانستل شي او د داوطلبانو د منلو کارونه روان دي. د معلوماتو له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په موده کې به يو لک تنه د داوطلبو کارکوونکو او څلور لکه داوطلبو ښاريانو ته اړتيا وي. د منګ شياو يان په اند، هر داوطلب بايد د کوچنيو پيښو حلولو له پيل څخه د اولمپيک لوبو لپاره خپل اړين خدمتونه ترسره کړي.

ګرانو اوريدونکو، همداوس مو د اولپيک داوطلبې منګ شياو يان په اړه يو راپور واوريد او د ښځې او ټولنې نننۍ پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ.