د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د اګست په شلمه نېټه د چين د روزنې د نړيوالې تبادلې ټولنې په يوه مطبوعاتی غونډه کې ويل شوي چې د ٢٠٠٦ کال تر مې پوری په جاپان کې د بهرنيو زده کوونکيو شمېر له يو لک او لس زرو تنو څخه اوښتی دی. د دوی تر منځ د چينی زده کوونکيو شمېر څلور اويا زرو ته رسېدلی چې لومړۍ ځای نيسی.
د جاپان د روزنې د پرمختګ ټولنې د يو مسئول په وينا، د ډېرو وتلو بهرنيو زده کوونکو د راجبلولو لپاره، جاپان په فعاله توګه د خپلې ښوونې او روزنې محتويات او چاپېريال ښه کوی او بهرني زده کوونکی هڅوی چې په جاپان کې کار وکړي.