<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-22 19:35:08    
ماشومانو او ځوانانو ته بايد د ايدز ناروغی د کنترول په هکله روزنه ورکړی شي

cri

څوارلس کلنه نجلۍ ګو يوی جي د م م د ماشومانو صندوق له خوا ماشومانو ته د ايدز ناروغی د کنترول د تبلغاتی فعاليتونو استازې ده. دا څه موخه مخکې پخوا د چين د هه نان ولايت د کای فنګ ښار د چوی لو کلي ته تللی چې د ايدز ناروغانو شمېر په کې زيات دی. دې په دې هکله وويل زيات کسان د ايدز ناروغی د خپرواي له مسئلی سره علاقه نه لری او د دوی په نظر دغه ناروغی له دوی څخه ليری ده. په واقعی توګه هر څوک په تيره بيا ماشومان او ځوانان بايد د ايدز ناروغی د کنترول په هکله معلوماتو ته پاملرنه وکړي.

اوس په چين کې شاو خوا شپږ سوه او پنځوس زره کسان د ايدز ناروغی په ويروس اخته دی چې پنځه اويا زره تنه يې په دغې ناروغی اخته شوی دی. د تېر کال له سپتمبر څخه د بيجينګ په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د دغې ناروغی د مخنيوی او کنترول په هکله ښوونه زياته شوی چې د ډاډمنو جنسی اړيکو په هکله محتويات په کې شامل دي.

د چين په شمال ختيځ د هاربين په ښار کې له ماشومانو او ځوانانو سره د روحياتی مرستی مرکز مشر او د روحياتی علم ډاکتر جانګ دا شنګ وويل ماشومانو او ځوانانو ته د سمې جنسی پوهنې او د جنسی ناروغی د مخنيوی په هکله معلومات ورکول د ايدز ناروعی د کنترول يوه مهمه دنده ده. د ده په نظر د چين په کورنيو او ښوونځيو کې د جنسې اړيکو په اړه روزنه او زده کړه يوه شرمناکه مسئله ده، خو

اوس بايد د ماشومانو او ځوانانو پلرونه او ميندی او دغه راز ښوونکی جنسی مسئلی او د ايدز ناروغی د کنترول په اړه روزني ته په درنه سترګه وګوري.

په چين کې د م م د ماشومانو صندوق استازې وی ينګ ينګ وويل ماشومان او ځوانان د ايدز ناروغی د ويروس د خپراوی په ترڅ کې ډېر مهم رول لوبوي. ځوانان د چين د راتلونکی أبادی بنسټيز توان دی او د ماشومانو تر منځ د ايدز ناروغی په هکله د روزنې او زده کړې پرانيستل دغو ناروغانو ته په سپکه سترګه کتلو او توپير رويی ليری کولو او د سمې نظريی ايښودلو لپاره ډېر اهميت لری.

د هاربين ښار د ناروغی د مخنيوی او کنترول مرکز د جنسی او ايدز ناروغی د کنترول څانګې مرستيال جانګ جينګ دونګ وويل اوس په چين کې د ايدز د ناروغانو تر منځ د ځوانانو شمېر زيات دی، ځکه چې دوی د جنسی ودې په حال کې دی او له کوچنيتوب څخه د جنسی او ايدز ناروغی په هکله روزنه ده ورکړل شوی. نو د ماشومانو او ځوانانو تر منځ د ايدز ناروغی د مخنيوی او کنترول په اړه د پوهنې تبليعات ډېر مهم دی. که دوی ته سمه روزنه ورکړل شي، د ايدز ناروغی کنتروليدای شي او د ايدز ناروغانو ته به په سپکه سترګه ونه کتل شي.

برسيره پر دې ماشومان او ځوانان د زړو کسانو په پر تله په اسانه توګه نوې پوهنه ا و زده کړه تر لاسه کولی شي او د ټولنيز پرمختګ او د همغږۍ پلونو جوړولو لپاره ډېره اړتيا لری. که ماشومانو او ځوانان له ناروغی څخه ليری وساتل شي، نو ټوله ټولنه به په سالمه توګه پرمختګ وکړي.