د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال ځنګ چينګ هونګ د اګست په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير رنګين دادفر سپنتا سره وکتل.
ځنګ چينګ هونګ وويل د چين او افغانستان تر منځ اړيکو د ټينګېدو له دوه پنځوسو کلونو راهيسی دواړه هېوادونه يو د بل تل درناوی، يو پر بل اعتماد او ملاتړ کوی. د چين حکومت او خلک د دواړو هېوادونو تر منځ دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوری او د افغانستان د سوله ايزې بيارغونې لپاره به مرستی برابری کړي. پر دې سربيره به چين د دواړو هېوادونو تر منځ هراړخيزی همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوششونه وکړي.
ښاغلي سپنتا وويل افغانستان غواړی په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاری او تبادلې د پياوړتيا لپاره له چين سره ګډ کوشش وکړي. او هم افغانستان د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي.