<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-23 19:13:07    
د هی لونګ جيانګ په ولايت کې نړيوال جيولوژيک باغ

cri

د چين په شمال ختيځ هی لونګ جيانګ ولايت کې يو نامتو جيولوژيک باغ شته چې پنځه لوي او يا کوچني جهيلونه په کې يو تر بل څنګ پراته دي. دغه باغ د اور غورځونکو غرونو لرونکې جيولوژيکی بڼه لری چې په نړۍ کې په بشپړه او ښه توګه ساتل شوی دی چې د کارپوهانو له خوا د اور غورځونکو غرونو د يو طبيعی موزيم په توګه ګڼل کېږي.

د پنځو جهيلونو په سيمه کې د اور غورځونکو غرونو وروستۍ چاودنه په اوولس سوه نولسم کال کې يعنی څه باندی دوه سوه کاله مخکې شوې چې په پايله کې يي د پنځو جهيلونو لرونکې ښکلی طبيعی جيولوژيکی منظره رامنځته شوې ده. د اور غورځونکو غرونو له چاودلو وروسته ويلې شوي تيږې ورو ورو سړې او جامدې شوې چې په پاي کې د سکرو په شان په تورو ډبرو بدلې شوې دی، په هغه وخت کې هلته د بای هه په نامه يو سيند بهېده،خو د ويلی شويو ډبرو له امله بند شو چې پنځه ښکلي جهيلونه يې رامنځته کړل او په وار سره د لومړی، دوهم، درېيم، څلورم او پنځم جهيل په نامه ونومول شول. د دغه جيولوژيک باغ د موزيم مشرې ميرمن جانګ لي لي وويل پنځه جهيلونه يو د بل تر څنګ پراته دي چې اوبه يي د پنځم جهيل تر ځمکې لاندی راځې. درېيم جهيل تر ټولو لوی دی چې پراخوالی يې يوويشت اعشاريه پنځه مربع کيلو متره دی. په دغه ځای کې د سيلانۍ يوه لاره هم شته چې له مخې يې سيلانيان د بيړيو په وسيله په مستقيم ډول له لومړی جهيل څخه دوهم جهيل ته رسېږي .

د معلوماتو له مخې پنځه جهيلونه بېلابېلې ځانګړتياوې لری . په لومړي جهيل کې د

نيلوفر ګلان ليدل کېږي ، دوهم جهيل د کبانو روزنې طبيعی ځای دی، درېيم جهيل تر ټولو لوی دی او منظره يې هم ډېره ښکلې ده ، څلورم او پنځم جهياونه د نيو د روزنې لانده ځايونه دی او د وحشي مرغانو د اوسيدو لپاره ډېر ښه چاپيريال دی. په جهيلونو کې هغه کبان د ځايی اوسيدونکو خوښ دی چې په طبيعي حالت کې وده کوي. ښاغلي جاو مينګ چې په دغه ځای کې اوسيږي، وويل د معدنی اوبو په نامه کبان په سړو او معدنی اوبو کې ژوند کوي چې د ودې بهير يې ورو دی، نو غوښه يې ډېره پاکه ده او د روزل شويو کبانو بد بوی نه لری. له دغه جهيل څخه د نيول شويو کبانو، خوند ډېر زيات وي.

که څم هم دغه کبان ډېر خوندور دي ، خو د ځای د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنې لپاره دغه کبان په اسانۍ نه خوړل کېږي.د سيمې د سيلانی اداری مشرې ميرمن جانګ لي جون وويل د طبيعی چاپيريال او د نړيوال جيولوژيک باغ د ساتنې پلان له مخې په پنځو جهيلونو کې د معدنی اوبو کبونو د نيولو موده ټاکل شوې او اوس د کب نيولو موده نه ده .

د پنځو جهيلونو په شاوخواسيمه کې ١٤ اورشيندونکي غرونه خواره واره پراته دي چې جګوالی يي له ٤٠٠ څخه تر ٦٦٠ مترو پورې دی او دوولس يي أرام شوي او نور دوه يي د بيديدو په حال کي دي . د اورغوځونکو غرونو د چاودلو له کبله په دې سيمه کې زياته انداز غوره معدنی اوبو زيرمه شوې چې د څښاک او حمام کولو لپاره ډيرې مناسبې دي ځکه په دغو معدني اوبو کې د انسنانو د روغتيا لپاره لس ګونه ګټورعناصر موجود دي چې د نس او پوستکو ناروغيو ، عصبي کمزورتيا، او د وينو

فشار په شمول د زياتو ناروغيو درملنه پرې کيدای شي. انا يو يانګ چې ٧٧ کلنه ده او په ځانګړې توګه د معدنی اوبو له لاری د ناروغۍ درملنې لپاره دغه ځای ته راغلې، له خبريال سره يوه مرکه وکړه :

خبريال: تاسی غواړئ چې د دغو اوبو له لاری د کومې ناروغی درملنه وکړئ؟

انا: د وينو فشار ناروغۍ.

خبريال: په ځانګړې توګه د دغې ناروغۍ درملنې لپاره دلته راغلې ياست ؟

انا: هو.

خبريال: أيا له نورو څخه مو اوريدلی وو چې دغه اوبه ستاسی د ناروغۍ درملنه کولای شي؟

انا: ډېر پخوا مې دا خبره اوريدلې وه چې دغه معدني اوبه زما د ناروغۍ د درملنې لپاره ګټورې دي.

ګرانو اوريدونکو، هر کال زيات شمېر سيلانيان د پنځو جهيلونو منظرو د ليدو لپاره دلته راځي اود معدنی اوبو او يا د جهيل له تل څخه د کيندل شويو خټو په وسيله د ډول ډول ناروغيو درملنه کوي. نو په شاوخوا کې له پنځوسو نه زيات سناتوريمونه شته چې زر تنه ناروغان پکې ځاييږي.