<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-23 19:09:13    
د اورلګيت په اړه معلومات

cri

اورلګيت اختراع د انسان د ژوند لپاره ډېره مساعده زمينه برابره کړيده، أيا پوهيږئ چی اورلګيت څنګه اختراع شو ؟ د ارولګيت اختراع د فسفر د پيدايښت سره ډېر نژدی اړيکی لری٠ د فسفر اختراع ډېر غير مترقبه وه، وايی چی په ١٦٦٩ کال کې د المان په هامبورګ کې يوه پيسه دوست سوداګر تر ځمکې لاندی په کوټه کې غوښتل چی په يوه لوی سطل کې د ادرارو د وچولو له لاری کوم قيمتی شی تر لاسه کړی ، خو کله چی ادرار وچ شول ، د سطل په تل کې د موم په شان يو ډول توکی پيدا شول او په تياره کې يی ضعيفه شنه رڼا کوله چی همدا فسفر وو، د فسفر د سوزيدو نقطه ډېره ټيټه ده او د انسان د بدن له حرارت څخه لږ څه لوړه ده٠ فسفر په هوا کې له اکسيجن سره د کيمياوی عمليی له امله سوزيږی ، پدی توګه د فسفر د ژر سوزيدو له خاصيت څخه د اور لګيدو د وسايلو د جوړولو خيال رامنځته شويدی٠ په عمومی نظر لومړی اورلګيت د اتلسمی پيړی په پای کې په روم کې جوړ شو يعنی هغه لرګی و چی ګوګړ کې لنديدلی خو پخيله اور يی نشوای لګولی او يوازی د اور د پيدا کيدو اثر يی درلود ٠ څو چی د اوسپنيزو ټوټو په ټکرو لو سره به د اور بڅری پيدا شول او بڅری په دغه لرګی باندی اچول کيدل او ورڅخه اور رامنځته کيده٠ اصلی اورلګيت د نولسمی پيړی په لومړيو کلونو کې يعنی په ١٨٢٦ کال کې يوه بريتانی چی جان اوول نوميده او غوښتل چی د ښکاری ټوپک لپاره د اورلګولو ماده پيدا کړی رامنځته کړ٠ جان اوول هغه اوبه چی ګوګړ او فسفر پکی اچول شوی وو، په لرګی سره ګډوډه کړل ، خو کله چی هغه په لرګی باندی هغه مخلوط توکی واچول ، لرګی وسوزيد او له دی وروسته اورلګيت په رسمی توګه اختراع شو٠ خو دغه ډول اورلګيت د امنيت له نظره ښه نه و٠ ورپسی په ١٨٣١ کال کې نولس کلن فرانسوی ځوان سوريا د يوی ساده أزموينی په وخت کی پتاسيم کليريد له ګوګړ سره ګډ کړل او بيا يی دغه ګډ شوی توکی په څټک سره ووهل، نو وچاوديدل٠ هغه په پای کې ابتدايی اورلګيت جوړ کړ چی په ګوګړو لوند شوی و چی دغه اورلکيت په فسفر باندی له وهلو وروسته سوزيدای شو٠ پوښتنه دا ده چی أيا په نړۍ کې کوم هېواد و چی له اورلګيت څخه يی لومړی استفاده کوله ؟ د چين په تاريخ کتابونو کې ليکل شوی و چی ان اتلس سوه کاله دمخه چينايانو د شمعی د لګولو لپاره د اورلګيدو توکی استعمالول ، نو ويل کيږی چی چين په نړۍ کې د اولګيت د استعمالولو له لومړيو هېوادونو څخه شمېرل کيده٠ په ١٨٣٣ کال کې په سويدن کې د اورلګيت د توليدولو لومړی فابريکه جوړه شوه چی تر اوسه پوری د سويدن له خوا توليد شوی اورلګيت په نړۍ کې لاهم ډېر شهرت لری٠ په ١٨٣٩ کال کې اورلګيت له برتانيی څخه چين ته راورسيد او په هغه وخت کې يوازی په شاهی ماڼی کې د لويی ميلمستيا په وخت کې استعماليده ٠ وروسته په ١٨٩٠ کال کې د ختيځ چين په شانګهای کې د سويدن له خوا د اورلګيت توليدولو لومړی فابريکه جوړه شوه او څلور کاله وروسته په مرکزی چين کې د چينايانو له خوا د اورلګيت دوی فابريکی جوړی شوی او له دی وروسته په چين کې د چينايانو له خوا توليد شوی اورلګيت رامنځته شو٠ د تېری پيړی په اومه لسيزه کې بی ګوګړه اورلګيت اختراع شو ، څرنګه چی د اورلګيت د توليدولو په وخت کې له ګوګړ څخه استفاده کيږی، نو د اورلګيت د وهلو په وخت کې هوا ته هيڅ ککړتيا او انسان ته هيڅ ضرر نه رسوی٠ دغه راز په چين کې داسی اورلګيت هم توليديږی چی د اورلګيت په سر کې معطر شيان اچول شوی ، نو د اورلګيت له وهلو وروسته ښه بوی تری پورته کيږی٠ برسيره پر دی اوس په چين کې ډول ډول اورلګيت لکه د باد او باران په ضد اورلګيت هم توليديږی، مثلا د باد په ضد اورلګيت د لسو درجو په قوی باد کې هم نه مړ کيږی او داسی اورلګيت هم توليديږی چی لس زره ځله په مکرر ډول استعماليدای شی٠