<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-24 18:16:08    
دافغانستان د بهرنيو چارو وزير په چپن کې

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام خوږو اورېدونکيو زه خو شحال تايب مو په سلامونو ستايم،هيله ده چې روغ رمټ او د خوښ ژوند خاوندان و اوسئ،دا دی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام د وړاندې کولو وخت را رسېدلی او خوښ يم چې ستاسو قدرمنو دوستانو په چوپړ کې يم،عزتمندو اورېدونکيو ښايي تاسې به هم خبر ياست چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د يوه پلاوي په مشرۍ چين ته څو ورځنی سفر درلود،او دلته په چين کې يې له يو شمېر لوړپوړيو دولتي چارواکيو سره د دواړو هېوادونو په اړوندو مسئلو خبرې اترې وکړې،چې ددوي په وينا ښې لاس ته راوړنې يې هم درلودې،موږ هم له وخت څخه په ګټې اخيستنې سره د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او د بهرنيو چارو وزارت له وياند سره مرکې وکړې،چې که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ،نو وابه يې اورئ،درنو دوستانو د ښاغلي سپنتا په مشرۍ پلاوي د چين د بهرنيو چارو له وزير سره هم ليده کاته درلودل،چې د ښاغلي سپنتا په وينا دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ يو نوی فصل دی:

د افغانستان او چين تر منځ دوستي او ملګرتيا به نور پرمختګ هم وکړي،او زه هيله مند يم چې دا سفر به زموږ په دوه اړخيزو اړيکو کې يو نوی فصل وي،

دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ښاغلی سلطان احمد بهين وايي د دواړو خواوو د وروستۍ ليدنې څخه يو ځل بيا دا څرکنده شوې چې په زياتره مسئلو کې د چين او افغانستان دريځ يو شان دی او دواړه خواووې د يو بل ملاتړ کوي،ښاغلی بهين پدې هکله داسې څرګندونې لري:

زموږ او د چين نظريې يو شان دی،موږ په نړيواله کچه د چين له دريځ څخه ملاتړ څرګندوو،په تېره بيا په هغو مسئلو کې چې چين ته اهميت لري،او همدا شان چين د يو ستر هېواد په توګه د افغانستان د استقلال،ملي حاکميت،د خاورې بشپړتيا،او له افغانستان سره د تروريزم او مخدره موادو په مبارزه کې خپل ملاتړ څرګند کړی،او موږ هيله مند يو چې دغه همکارۍ لاپسې پراخې شي،

قدرمنو اورېدونکيو افغانستان له ګڼ شمېر هيوادونو سره ګډه پوله لري،چې کله نا کله د اړوندو ګاونډيو هېوادونو تر منځ خوابدي او ګيلې رامنځ ته کيږي،خو له چين سر چې دا هم د افغانستان يو ګاونډی هېواد دی هيڅکله هم خوا بدي يا تاوتريخوالی ندی رامنځ ته شوی او د تاريخ په اوږدو کې يې تل له يو بل سره ښې اړيکې ساتلی دي،د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ښاغلي بهين هم دې ټکي ته داسې اشاره کوي:

زموږ د ګاونډيتوب اړيکې داسې اړيکې دي چې هيڅکله هم له ستونزو سره ندي مخامخ شوي،له ټولو هغو بدلونونو سره چې زموږ په سيمه کې موجود وو،موږ بيا هم تل له چين سره ښې اړيکې لرلي دي،او موږ ډاډه يو چې دغه اړيکې لا ښې کيږي،او په تېره بيا چين ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي سپنتا وروستي سفراو له چيني خوا سره ددوی خبرې اترې يو بل مهم پړاو وو چې د دواړو خواوو تر منځ ترسره شو،او تر دې وروسته به اړيکې نورې هم ټينګې شي،

په افغانستان کې د اوسني حکومت په رامنځ ته کېدو سره نړيوالې ټولنې په دغه هېواد کې د بيلابېلو چارو د بيارغونې او جوړلو کارونو په موخه د مرستې لاسونه ور اوږده کړل،چې پدې ډله کې چين هم پوره ونډه اخيستې ده،چې د روغتيا،کرنې،اوبو لګولو ،پوځي او نورو برخو کې يې مرستې ښې څرګندې دي،ښاغلی سلطان احمد بهين وويل په وروستيو خبرو اترو کې چيني لوري يو ځل بيا دوي ته ډاډ ورکړ چې په بيلابيلو برخو کې به له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي دي وايي:

موږ ته ډاډ راکړ شو چې چين به د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ وکړي،او له تروريزم او مخدره توکيو سره په مبارزه کې به د افغانستان ل خلکو سره مرستې وکړي،او خپلو دغو مرستو ته به دوام ورکړي.

ښاغلی بهين د دواړو هيوادونو تر منځ همکارۍ ته ډېر هيله مند دی او وايي چې دواړه خواوې د يو بل په هېوادونو کې د ګډو ګټو ډېر امکانات لري دی زياتوي:

دواړه هېوادونه ډېر امکانات لري،په ځانګړې توګه په افغانستان کې ډېرې طبيعي زيرمې شته،او چين ښه تخصص او زيات امکانات لري،چې پدې سره دواړه هېوادونه کولای شي د طبيعي زيرمو د سروې او استخراج په برخو کې مرستې سره وکړي.

د بهرنيان په چين د خپرونې درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پاي ته په رسيدو کې دی تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه رب سپارم.الله مو مل شه.