<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-24 18:20:29    
تيان جين ښار

cri

تيان جين د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې اداری لاندی لوی ښار دی او د چين په شمال کی د هوا بۍ دښتی په شمال ختيځ او د يان غره د سلسلی په جنوب کی واقع دی ٠ په يوه کال کی څلور فصلونه لری چی د ژمی په موسم کی يی ډيره يخنی او د دوبی په موسم کی ډيره ګرمی وی . د تيان جين ښار څه د پاسه ٩ مليونه ٤٨٢ زره تنه دايمی اوسيدونکی لری او عمومی مساحت يی ١١زره ٩١٩ اعشاريه ٧ مربع کيلومتره دي ، ټول ښار د هه پينګ، هونګ چياو او تانګ ګو په شمول له ١٣ ناحيو او د باو دي، وو چينګ او نينګ هه په شمول له ٥ ولسواليو څخه عبارت دی ٠ په ١٩٨٤ کال کی تيان جين د هيواد د لومړی ډلی د ورخلاصون ساحلی ښارونو څخه وشميرل شو ٠

تيان جين يو نامتو تاريخی او کلتوری ښار دی او پکی ډير د ليدو وړ ځايونه او لرغونی اثار شته چه د هوانګ يا ګوان لرغونی لوی ديوال ، د پن غر ، د های هه سيند په دواړو غاړو کی ښکلی منظری او د پخوانيو انقلابی مبارزينو په اړه ځينی راپاتی شوی ځايونه چينی او بهرنی سياحان راجلبوی . ٠ د تيان جين بندر د چين په شمال کی لومړی لوی مصنوعی بندر دی او د ارام سمندر له بلی غاړی څخه د اروپا او اسيا لويو وچو ته د رسيدو يوه مهمه لار ګڼل کيږی٠ تيان جين پخوا د سوداګريز بندر په توګه د صرافی ډير کوچنی بانکونه درلودل او په دی اساس د چين په شمال کی د سوداګريزو شيانو او پولی چارو مرکز ګرځيدلی وو٠

نن ورځ د تيان جين ښار په واټونو او کوڅو کی زياتی هغه ودانی ليدل کيږی چی بيلا بيل بهرنی ساختمانی سبکونه لری، او نوموړی ودانی دددی ښار د نښو او

علامو څخه شميرل کيږی٠ بر سيره پر دی د خلکو د ساعتيری لپاره د ګلف لوبې

د بين المللی کلپ په شمول عصری کلتوری تاسيسات او ځايونه هم پکې شته ٠

د يادونی وړ خبره دا ده چی د تيان جين ښار د نان کای په اداری ناحيه کی دعنعنوی ثقافت نومی ځانګړی واټ شته چی ٥ سوه ٨٠ متره اوږدوالی او ٧ متره ارتوالی لری ٠ دواټ په دواړو څنډو کی ځانګړی چينی جګی لوحی او نژدی سل لرغونی تقليدی ودانی ولاړی دي چی پکی ٨٦ دکانونه پرانستل شوی . په دغو دکانونو کی لرغونی او قديمی هنری شيان ، پخوانی ميزونه ، څوکی او موبل ، د خطاطی الی اونور سيمه ايز او ځانګړی سوداګريز شيان پلورل کيږی . دغه راز دنوموړی واټ په دواړو اړخونو کی تقريبأ ١٥٠٠ بيلابيل رنګه تصويرونه ځوړند دي چی ورباندی فولکلوريکی قصی او روايات کښل شوی دی ، علاوه پر دی پر پخو خښتو باندی له ٥٠٠ نه زياتی مجسمی هم ليدلی کيږی .