<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-24 22:03:31    
فلم جوړونکی أن لان او د ده جنګي فلمونه

cri

له دې امله چې د روان کال د اګسټ لومړۍ نېټه د چين د ولسی ازادی بښونکی اردو د جوړولو له اتياېمې کاليزې سره برابره ده، د دغې بختورې ورځې د لمانځلو لپاره له اوس څخه يو لړ جنګي فلمونه نندارې ته وړاندی کېږي. د شپې بريد په نامه فلم چې د أن لان له خوا جوړ شوی، د جاپان د يرغل پر ضد په جګړه کې له يوې ريښتيني جګرې سره سم بريد شوی دی. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د فلم جوړونکی أن لان او د ده د فلمونو په اړه څه معلومات درکړم.

د شپې بريد په نامه فلم هغه کيسه څرګندوي: د اتمې لارې اردو يو غونډ چې دغه اردو د چين د ولسی ازادی بښونکی اردو پخوانی نوم و، د تېرې پېړۍ په دريمه لسيزه کې د يادې شوی جګړې په ترڅ کې د جاپان پر يانګ مينګ باو هوايي ډګر بريد وکړ. د جاپاني پوځ څلور ويشت الوتکې والوځول شوې او دوه سوه سرتېری يې له منځه يوړل شول. د دغه فلم جوړونکی أن لان وويل

د نندارچيانو پاملرنې د راجلبولو لپاره مې ډېرې هڅې کړي دي.

دوه پنځوس کلن أن لان د اګست د لومړۍ نېټې په نامه د چين د فلمونو جوړولو په فابريکه کې کار کوي. ده په دوه زره او دريم کال کې د هغو سلو د نامتو جنرالانو په نامه د يو لړ جنګي فلمونو په جوړولو پيل وکړ چې د ولسی جمهوريت د جوړولو لپاره يې سترې کارنامې ټينګې کړي دي. دشپې بريد په نامه فلم په دغه لړ کې اتم فلم دی. أن لان د دغو يو لړ جنګي فلمونو د پلان په هکله وويل

زه به هرومرو د دغو جنرالانو کيسې نندارچيانو ته وړاندی کړم څو چې نندارچيان له خپلو اتلانوڅخه زده کړې وکړي. زه غواړم چې د دغو فلمونو له لاې د نوی چين د

جوړولو لپاره د دوی وطن دوسته او انقلابي روحيه تل پاتي شي.

د شپې بريد په نامه فلم جنګي فلم ګڼل کېږي. که څه هم مشهور لوبغاړي پکې نه شته، خو د جګړې په اړه د نندارو منظرې ډېر حيرانونکې دي. ريښتيني کيسې ته د نژدی کېدو لپاره يو موقت ساده هوايي ډګر جوړ شوی او هغه اوه الوتکې جوړ شوي چې له ريښتنی الوتکو سره نژدی يو شان وې. بر سېره پردی، د کمپيوټرونو له لارې پرمختللی تکنولوژۍ د انسانانو او الوتکو ترمنځ جګړو ته ډېر زيات ريستنې بڼه ورکړي ده.

په دغه فلم کې د عمده رول طبع په بريالي توګه څرګنده شوی ده. د ياد شوی غونډ مشر چن شي ليان په دغه فلم کې يو اساسی رول دی چې په هغه وخت کې يوازی دری ويشت کلن ځوان و او د ولسی جمهوريت د جوړېدو په وخت کې د ډګر جنرال رتبه ورکړه شوه..په جګړه کې نه يوازی د دغه ځوان قوماندان زړه وړتوب، بلکې له يوې خبريالې سره د ده مينه په ښه ډول څرګنده شوې ده.

أن لان وويل د جنګي فلمونو جوړول يو ډېر مشکل کار دی. د بېلګې په توګه د شپې بريد فلم د جوړولو زياتره کارونه په شپه کې تر سره شوی او په ترڅ کې يې ډېرې جنګي منظرې رامنځته دي. أن لان وويل

د هر عکس لپاره مو ډېر بمونه ځای پر ځای کړې. که دغه عکس په ښه ډول نه وای اخيستل شوی، نو مونږ بايد يو ځل بيا بمونه ځای پر ځای کړي وای. د شمېرنې له

مخې، د جعلي بمونو لګښت د ريښتني بمونو د لګښت لس چنده ده.

أن لان زياته کړه که څه هم د جنګي فلمونو جوړول يو ډېر ستونزمن کار دی، خو هغه له

دغه کار سره مينه لري. کله چې هغه د فلم اخيستلو په ترڅ کې ستړی وی، نو و ئی غوښتل چې د فلم اخيستلو کارونه د ژر پای ته ورسيږی هيله ولري. خو لنډه موده وروسته چې يو فلم پای ته ورسيږي، هغه د يو بل فلم په اخيستلو پيل کوي. ده وويل د فلم جوړولو له لارې ما خپل پوهاوی او هيلې نندارچيانو ته وړاندی کړی او د نندارچيانو له خوا د دغو فلمونو له منلو څخه مې خوښي هم تر لاسه کړي ده.