د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په وروستيو ورځو کې د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو انتظامی کميټی په چين کې د دغو لوبو د ټکټونو د لومړي پړاو ويشنی پايلې وټاکلې. په چين کې څه دپاسه دری لکه تنه خلک په بريالې توګه د څه دپاسه يو مليون او پنځه لکه او دری نوی زره او دری سوه پنځه څلويښتو ټکټونو د اخيستلو سپارښتنې وړاندي کړي دي.
د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو په ترڅ کې به اووه مليونه ټکټونه وپلورل شي. د دغو لوبو انتظامی کميټی د ٢٠٠٧ کال د اپريل له پنځلسمې نيټې څخه په رسمی توګه په چين کې خلکو ته د ټکټونو پلورنې لومړی پړاو پيل کړ چې شمير يې شاو خوا دوه مليونه او دوه لکه ته رسېږي. پاتي ټکټونه به د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د ټکټونو پلورنې په دوهم پړاو کې وپلورل شي.