<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-25 19:53:50    
د اريانا پښتو ادبی تنظيم

cri
د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . څه موده مخکی زمونږ د پروګرام له لارې ويل شوی وو چې د جولای او اګيست په مياشتو کې به د پروګرام په دغه برخه کې زمونږ د اوريدونکيو د کلبونو په اړه ځانګړی پروګرامونه خپاره شی او مونږ به د اوريدونکيو له کلبونو څخه ځينی کلبونه غوره کړو چې د سی ار ای د راډيو له پښتو خپرونو سره مينه لری او له دغې څانګې سره اړيکی ساتی .

نو د پروګرام په نننی کړۍ کې زمونږ همکار خوشحال تايب تاسو ته يوه مرکه چمتوکړې ده .

د دغه کلب لنډ بيان ليک :

د کلب نوم اريانا پښتو ادبی تنظيم پته : کوهاټ صوبه سرحد پاکستان

رئيس : سيد سيف الرحمن هاشمی او مشر: سيد وارث حنيفص

د غړو شمير يوسل ډيرش ١٣٠ تنه د چين د نړيوالې راډيو اوريدلو لومړۍ نيټه نولس سوه درې نوي او له هماغې ورځې څخه مو له نولس سوه اته نوی تراوسه مو اړيکی روانې دي مشران موهم وخت په وخت بدل شوي او د غړو په رايې سره بل مشر ټاکل شوي دي او د خپل ټاکلي وخت پوری يی د ملګرو د برياتليتوب لپاره کار کړي دي په ټولو مشرانو کې د ښه خدمت په ترسره کولو سره د سيد سيف الرحمان هاشمی نوم د يادولو وړ بولم ځکه تر اوسه پورې يی ملګري په اتفاق او اتحاد سره ساتلې دي او وخت په وخت يی خپل قيمتی وخت د ملګرو په خدمت کې تير کړي دي د ملګرو ليلکې اثار يی چاپ کړي دي وخت په وخت يی د خپلو ملګرو لپاره لويی لويی غونډې جوړې کړې دي او ملګري ترې ښه خوشاله دي او ملګرو ته يی د سي ار اي د راډيو د اوريدلو بلنه هم په ټينګه سره

ورکړې ده د دې خدمتونو په ترسره کولو سره اوس د تنظيم د رئيس په توګه ټاکل شوی دی .