چين د اتلس زره کيلو مترو په اوږدوالی سمندری غاړه لري او د دری مليون مربع کيلو مترو په پراخوالي سمندر اداره کوی. خو په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد ګړندی پرمختګ له امله سمندري چاپريال ډېر زيانمن شوی دی. اوس د چين په نژدی سمندري سيمه کې ککړتيا زياته شوی، ايکولوژيکی چاپېريال زيانمن شوی او د ژويو او نباتاتو ډولونه کم شوی دی. نو د چين سمندری چاپېريال له سخت فشار سره مخامخ دی.
د چين د سمندری ادارې وياند لي چون شيان د دغې مسئلې په اړه وويل د ٢٠٠٧ کال په لومړۍ نيمه کې سمندر ته ايستل شوی يو ناپاکو موادو اندازه لا زياته شوې ده. نو د ناپاکو موادو د ايستلو ځايونو ته په نژدی سيمه کې سمندري اوبه بيا هم د پاکېدو په حال کی دي.
د روان کال په لومړۍ نيمه کې د چين د سمندري چاپېريال د څارنې معلوماتو له مخې، له دې امله چې سمندر ته ډېر ناپاک مواد ايستل شوي، نو وچې ته په نژدی سمندر کې د ککړتياوو د زياتوالي تمايل مخنيوی نه دی شوی او دغو ککړتياوو د چين د سمندری توليداتو پر روزنې منفی اغېزه کړی ده.
د چين د سمندر ادارې د چارواکيو او د چاپېريال ساتنې د کارپوهانو په اند، په چين کې د هغو صنايعو ګړندی پرمختګ د سمندري چاپېريال د زيانمنېدو يو مهم
لامل دی چې ډېره انرژي لګوی او ډېر ناپاک مواد خپروي. پر دې سربيره، د ناپاکو اوبو د کارولو د تجهيزاتو کمزورتيا يو بل مهم لامل دی.
ښاغلي لي چون شيان وويل د چين حکومت به د سمندري سيمو د ايکولوژيکی امنيت د ضمانت لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسی چې په فعاله توګه د سمندر
ساتنې سيمې جوړونې او ادارې ته دوام ور کړي، د سمندري چاپېريال د څارنې او وړاندوينې توان لوړ کړي او سمندر ته د ناپاکو موادو د ايستلو اندازې څارنه پياوړې کړي.
د چين د سمندري ادارې د سمندري چاپېريال ساتنې څانګې د مشر لي شياو مينګ په اند، د ناپاکو موادو د ايستلو اندازې کمښت د سمندري چاپېريال ساتنې يوه بنسټيزه لار ده. د چين د ملکی اقتصاد د پرمختګ پلان له مخې، له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پوری به په چين کی د عمده ناپاکو موادو ايستلو اندازه په سلو کې شل کمه شي.
ښاغلي لي شياو مينګ وويل که څه هم چين اړوند تدبيرونه نيولی، خو د سمندري چاپېريال ساتنې مسئلې د بشپړ حل و فصل لپاره لا هم ډېرو کارونو ته اړتيا لري. په تېرو څو لسيزو کې پاتې شوې مسئله په لنډه موده کې نه شي ليری کېدی، نو له دې امله د چين پر غاړه دنده ډېره درنه ده.
نوموړی وويل چين بايد د اقتصاد د پرمختګ تر څنګ په بشپړه او وختی توګه د سمندري چاپېريال ساتنې اوسني حالات او تمايل سم کړي.