<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-27 18:32:05    
داخلي مغولستان د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې په لور رول دی

cri

سږ کال د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د جوړولو له شپېتمې کليزې سره برابر دی . په تيرو شپېتو کلونو کې دغې سيمې د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې په ساحو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړيدي . د بېلګې په توګه ددې سيمې په منځنی برخه کې په اوو هاي نومی ښار کې د سکرو چمتوکولو يوه تصدی شته چې په پخوا يي چاپيريال ته ډيره ککړتيا رسوله . خو نن ورځ ددې تصدۍ په توليدي سيمه کې د سکرو چمتو کولو په ترڅ کې تور لوګی نه ليدل کيږي . ددی تصدۍ مشر لي هواي ګوو وويل چې دغه تصدۍ د چاپيريال ساتنې ته ډيره پاملرنه کوی او د سکرو چمتو کولو په ترڅ کې د غورځول شويو توکيو د پر له پسې کارونې لپاره د نوي تکنولوژۍ په خپلولو بوخته ده . ده وويل پخوا مو له سکرو مينځولو وروسته يو ډول معدنی ډبرې وغورځولې چې چاپيريال ته يې ککړتيا رسوله. خو اوس مو د دغو معدني ډبرو په وسيله يو برېښناکوټ أباد کړی چې په ترڅ کې يې له رامنځته شويو پوډرو څخه خښتې او سمنټ هم جوړيږي . دغه راز تصفيه شوې اوبه د تصدۍ دننه کارول کيږي.

نن ورځ په داخلي مغولستان کې د سکرو ، فولادو او اوسپنو او برېښنا په شمول يو شمېر صنايعو ډير پرمختګ کړی دی ، خو زياته انرژۍ لګوي او چاپيريال ته يي ککړتيا رسوي. په وروستيو کلونو کې په يو شمير تصديو او لويو صنعتي اډو کې داسې هڅې روانې دي چې د غورځول شويو معدني ډبرو په سوځيدو سره برېښنا توليديږي ، د سکرو له پوډرو څخه الومينيوم اکسيد تر لاسه کيږي او تصفيه شوي اوبه بيا کارول کيږي.

پر تصديوسربيره وګړي هم په ورځني ژوند کې د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتلو په هکله زياته هڅه کوي. د باو تو ښار په شاوخوا کليو کې د هر بزګر کورنۍ د ميتان ګازپيدايښت حوض جوړ کړی او د ډوډۍ پخولو لپاره متان استعمالوي. د دغه کلي مشر جانګ جيې پينګ وويل دا يو داسی ځانګړی بريښنايي ديګ دی چې بريښنا پکې نه لګيږي او دوی يوازی په ميتان وريجی پخوي ، دغه راز موږ په ژمي کې د کورونو تودولو لپاره هم متان کاروو.

داخلي مغولستان د چين په شمال کې پروت دی او طبيعي سرچينې يې ډيرې غني دي. نو په ځينو سيمو کې د باد په وسيله هم بريښنا توليديږي. د اولانچبو ښار يوه بېلګه ده او ددی ښار په شاوخوا کې د باد سرچينه د خپلواکې سيمې د باد د ټولو سرچينو يو پر درېيمه برخه نيسی. نو دغې ښاروالۍ دوه کاله دمخه د باد په وسيله د بريښنا توليدولو يو پلان جوړ کړ چې له مخې يي د شپږ زره او اته سوه او اته ويشت مربع کيلومترو په پراخوالي کې د باد په وسيله يو لوي بريښناکوټ جوړ کړي . څرنګه چې دغه ښار له بېجينګ څخه يوازی درې سوه شپږ او ديرش کيلو متره واټن لری ، نو يوه برخه توليد شوی بريښنا به د اولمپيک لوبو په موده کې بېجينګ ته وليږدول شی .

د اولانچبو ښار ګوندي مشر ښاغلي وو يون شين وويل چې د يانځه سيند په دريو تنګيو کې د اوبو بند او يو ډير لوي بريښناکوټ شته ، موږ غواړو چې په اولانچبو کې د باد په وسيله يو لوي بريښنا کوټ جوړ کړو. ده وويل دلته هرځاي باد لګيږي چې د بريښناکوټ جوړولو لپاره ډير مساعد چاپيريال دی . دا يو بی ګټې خيال نه دی چې زموږ په ښار کې د باد په وسيله يو لوي بريښناکوټ جوړيږی.

د پاکې انرژۍ د کارولو تر څنګ داخلي مغولستان يو شمير داسې منځنۍ او کوچنی تصدۍ له منځه وړې دی چې توليدي توان يي کمزوری و ، زياتې انرژۍ يي لګوله او ډيره ککړتيا يي رسوله. د اولانچبو ښاروال باي شيان چيون وويل د هوا کيفيت د ښه والي لپاره په تيرو لسو کلونو کې شپږ سوه تصدۍ تړل شوې يا تنظيم شوي او په يو شمير لويو تصديو کې د انرژۍ سپمولو او ککړتيا کمولو لپاره اړين تجهيزات نصب شويدي. ده وويل حکومت د توليدي کچې پر لوړولو سربيره د انرژۍ سپمولو او ککړتيا کمولو لپاره د عصري تجهيزاتو د درولو په هکله له لويو تصديو سره مرسته کوي . برسيره پردې يې د يادې شوې موخې ته د رسيدو لپاره له نورو هېوادونو څخه نوي تکنولوژۍ هم تر لاسه کړې ده.