<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-27 18:37:11    
ميرمن جيو يوان دونګ د خپل بډوډي په وسيلې د ناروغ زوی ژوند ژغورلی دی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو،السلام عليکم! د چين د شينجيانګ ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې يوه زړه رپونکی کيسه خوله په خوله ګرځی چې يوې مور د مرګ له خطر څخه د خپل ناروغ زوی د ژغورلو لپاره هغه ته خپل يو بډوډی ورکړی٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسی دغه کيسه واورئ٠

په ٢٠٠٦ کال کی ډاکټرانو دا تشخيص کړه چې په شينجيانګ کی د چين د ولسی أزادی بښوونکی اردو د مخابراتو د عمومی مرکز سرتيری يوان دای جه په يوريميا يعنی په وينو کې د ادرار د ځينو موادو د راټوليدو په ناروغۍ اخته شوی٠ د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره يوازنی لاره د بډوډۍ بدلول دي٠ خو په چين کې د بډوډيو د برابرونې سرچينې کمې دي او د هغه لپاره د مساعد بډوډی پيدا کول يو ډير ستونزمن کار و، نو ٢٢ کلن يوان دای جه د مرګ له خطر سره مخامخ و ٠

هغه خپلې مور او پلار ته د انديښنې د نه پيدا کولو لپاره دغه بدمرغه خبر نه و ورکړی او پخپله به يې سخت غم زغامه ٠ خو د تير کال تر پايه پوری ډاکټر يوان دای جه ته وويل چې د ده ناروغۍ زياته سخته شوې او مساعد بډوډی هم ندی پيدا شوی، نو يوازنی لار دا ده چې د خپلوانو لخوا يو بډوډی بسپنه ورکړی شی٠ په داسی حال کی ده مجبورأ په ليک کی ريښتينی خبر خپل پلار او مور ته ورکړ ٠ د ده مور جيويوان دونګ په دې وروستيو ورځو کی له خبريال سره د مرکې په ترڅ کی وويل :

 کله چې په دې خبره شوم چې زما زوی په علاج نه کيدونکی ناروغۍ اخته دی، له ژړا څخه بی سده شوم ، تر ويښيدو وروسته مې له خاوند سره پريکړه وکړه چې سبا شينجيانګ ته ولاړ شوو او زوی ته به خپل بډوډی ورکړو٠

دوی دواړه د چين د جنوب لويديځ له چونګ چن ښار څخه د دريو ورځو لپاره د اورګاډۍ په سپرلۍ شينجيانګ ته ورسيدل٠ د تجزيې له مخی ، يوازی د ميرمن جيو يوان دونګ د وينو ډول له زوی سره سمون درلود٠ که څه هم هغې ته معلومه وه چې د بډوډي د له لاسه ورکولو له امله د ناوړه پايلو د رامنځ ته کيدو امکان شته، خو دغې ټينګې او زړه ورې مور بيا هم د بډوډي د بسپنې په هکله سند لاسليک کړی و٠ هغې خبريال ته وويل :

 زه د يوې مور په توګه بايد خپل زوی ته هر قيمت ورکړم ٠ ألبته په دې پوه شوم چې د بډوډي د بسپنې له امله به زما روغتيا ته زيانونه راورسيږی او له دی سره مې ريښتينی انديښنه هم وکړه چې ښايی د عملياتو په بهير کی ناڅاپه پيښه رامنځ ته شی٠ خو د خپل زوی د ژغورلو لپاره می بايد دغه يوازنی لاره ټاکلې وای

د روغتون مشرتابه د ميرمن جيو يوان دونګ له پريکړې څخه متاثره شو او د عملياتو لپاره يې د تکړه طبی کارکوونکيو يوه ډله جوړه کړه ٠ له عملياتو څخه مخکی ميرمن جيو يوان دونګ په خندا سره خپل زوی ته ډاډ ګيرنه ورکوله چېٌ  که تا له مرګ څخه ژغورلای شم ، زه ستا د مور په توګه له هيڅ شی نه ويريږم ٠ ٌ د څلورو ساعتونو په تيريدو سره د بډوډي بدلولو عمليات په بريالی توګه پای ته ورسيدل٠ کله چې يوان دای جه را په هوښ شو، سمدلاسه يې له خپلې مور څخه پوښتنه وکړه چې ګرانې مورې، ستا حال څنګ دی ؟ ٌ کله چې هغه په دی خبر شو چې مور په سالمه او بريالی توګه له عملياتو څخه وتلی ده ، له سترګو څخه يې يو ځل بيا اوښکې توې شوې٠ هغه خبريال ته وويل :

  د بی هوښه کوونکی درمل د رول له امله تر بی خودی مخکې زما په دماغ کی تل د مور خندا ښکاريده ، دغې سترې مورنی مينې زه له مرګ څخه ژغورلی يم او ما ته يې نوی ژوند راکړی دی٠ مور مې زه زيږولی او د ٢٤ کلونو لپاره يې زه روزلی يم ، خو هغه هيڅکله هم مننه نه غواړی٠ کله چې زه خوشحاله او نيکمرغه يم ، هغه هم خاندی ، کله چې زه په غم کی يم، د دې له سترګو څخه اوښکې تويږی٠ دغه ډول مينه ډيره قيمتی ده ٠

د ډاکټر د تشخيص له مخی، د سرتيری يوان دای جه عمليات ډير بريالی ؤ ، خو دده د مور ملا کله نا کله درد لری او روغتيا يې د پخوا په پرتله لږ څه کمزوره ښکاری٠ مګر هغه فکر کوی چې که د خپل زوی روغتيا يې بيرته حاصله شی ، د دې قربانی به ارزښت ولری٠

د مور په توګه د جيو يوان دونګ دغې سترې مينې د خپل زوی د پوځ د ټولو پوځيانو زړونه رپولي دي ٠ د روان کال د می په ١٣ نېټه يعنی د ميندو د اختر په ورځ د دغه پوځ قوماندانانو او سرتيرو د سندرو ويلو او د پيسو د بسپنې ورکولو له لاری هيله څرګنده کړه چې ميرمن جيو يوان دونګ دی روغه جوړه اوسی٠ ښځينه سرتيرې څای ون وويل :

 زه غواړم چې له نورو پوځی ملګرو سره يو ځای د ميندو ستايلو په هکله يوه سندره ووايم : په نړۍ کی مور تر ټولو ګرانه ده، هغه ماشومان چې ميندې يې ژوندی دی، د جواهرو په شان په ښه شان سره ساتل کيږی، دوی د ميندو په غيږو کې له ډيرې نيکمرغۍ څخه برخه من دي٠ ما د يوان دای جه د مور له کړنې څخه ستره مورنی مينه احساس کړې ده٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د يوې ګرانې مور په هکله يو راپور واوريد ٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې دغه مور چې خپل ناروغ زوی ته يې د يو بډوډي بسپنه ورکړې ده، څه نوميږی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی٠ مونږ به هره مياشت د پچې له لاری يو شمير سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه واستوو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !