<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-27 19:23:59    
په بيجينګ کې د منظره لرونکې سيمې لړ___لوی ديوال

cri

لوی ديوال چې د چينايانو له خوا د خپل ملت د وياړ په توګه بلل کېږي، د بشريت په تاريخ له ډيرو لويو او سترو پروژو څخه دی. لوی ديوال د چين په شمال کې پروت دی او د نړيوال کلتور ميراث او ځانګړی طبيعی منظره لرونکی ځای په نامه ياديږي.

لوی ديوال شاو خوا دوه زره کاله د مخه د يو ډول دفاعی ودانۍ په توګه جوړ شوی و او د جوړولو موده يې ډيره اوږده وه. له ميلاد د مخه په دوه سوه يوويشتم کال کې د چين په تاريخی ټولنه کې د لومړنی واحد هېواد يا د چين امپراتوری لړی له رامنځته کولو وروسته د بيلا بيلو ځايونو لوی ديوالونه په ګډه سره وتړل شول او د چين د هان د امپراتوری په لړی يا د ميلاد څخه وړاندې تر دوه سوه او شپږم کاله پوری د لوی ديوال اوږدوالی لسو زرو کيلومترو ته ورسيد. د ډيرو کلونو د تيريدو سره سره په مختلفو دورو کې د جوړو شويو لويو ديوالو زياتی برخی خرابې شوې، تر اوسه پوری ښه ساتل شوی لوی ديوال د اوه سوو کلونو مخکې د مينګ امپراتوری په دوره کې سره تړاو لری.

د لوی ديوال جوړونکی په دريو برخو ويشل شوی وو چې يوه برخه يې سرتير و، څرنګه چې لوی ديوال له هېواد څخه د دفاع لپاره جوړ شوی، نو ځکه پوځيانو د لوی ديوال د جوړولو په کار کې لوی رول لوبولی و. نورې دوې برخې راغونډ شوی ملکی وګړي او محرمين و. د لوی ديوال په اوږدو کې د هر لسګونو او يا سل ګونو مترو په فاصله کې يوه لويه کلا جوړه شوې ده چې په لرغونې زمانه کې دوښمنو د څارنې د وسلو د زخيری او پر دوښمنو لپاره د حملی لپاره تری نه استفاده کېده.لوی ديوال چې

شپږ زره اوه سوه کيلو متره فاصله لری لکه يو غڼ ښامار د چين په ارته خاوره کې له ختيځ څخه تر لويديځ پوری د غرونو سره سم کښته پورته غزيدلی دی. د يوی ديوال مبداد هی بی په ولايت کې د شان های ګوان لويه کلا ده چې لکه د ښامار د سر په شان د بوهای سمندری په وړاندې هسکه غاړه ولاړه ده او د چين د ګان سو په ولايت کې د جاه يو ګوان کلا د لوی ديوال پا ده.

که څه هم په اوسنې زمانه کې له هېواد څخه د لوی ديوال د دفاع رول له منځه تللی، خو هغه د مشهور تاريخی ځای په توګه راپاتی شوی او هر کال په لس ګونو مليونه چينی او بهرني سيلانيان ځانته راجلبوي.

اوسنی لوی ديوال د چين د ختيځ له شان های ګوان ښار څخه د لويديځ تر جيا يو ګوان ښار پوری غزيږی او په بيجينګ کې پروت ديوال تر ټولو ستر او ټينګ دي، څرنګه چې دغې لړې د لرغونی چين د پلازمينی بيجينګ د ساتنې رول لوبولی و. د بيجينګ په شاو خوا کې د با دا لينګ، مو تيان يو او سی ما تای په سيمو کې پراته لوی ديوال په نامتو منظره لرونکو ځايونو بدل شوي دي. په چين کې يوه اصطلاح ده چې وايی څوک چې لوی ديوال ته نه ځی، نو پياوړی سړی نه بلل کېږي. په ريښتيا لوی ديوال د چينايانو فحر دی او په نړۍ کې يو لوی اعجاز بلل کېږي.

د چين لوی ديوال چې په اوسنی نړۍ کې تر ټولو نه ښه ساتل شوی او اوږ قديمی ديوال دی. ځينی برخی يې د ترميم نه وروسته د سيل وړ ځايونو په توګه سيلانيانو ته خلاص شوی دی. د چين لوی ديوال په نولس سوه اوه اتيايم کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړۍ د کلتوری ميراثونو په ليست کې شامل شو.