د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدی د اګست د اووه ويشتمې نېټې په شپه وويل طالبان او د کوريا جمهوريت پلاوی به د همدې مياشتې په اته ويشتمه نېټه د کوريايی يرغملو پېښې په اړه يو ځل بيا مخامخ خبرې اترې وکړي.
نوموړي وويل دغه خبرې اترې به په ځايي وخت د اګست د اته ويشتمې نېټې په لسو بجو د غزنی ولايت د سره صليب نړيوالې کمېټې په دفتر کې تر سره شي. طالبان به دغو خبرو اترو ته دوه استازی وليږی چې تېر ځل يې پکې ګډون کړی و.