د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم د اګست په اووه ويشتمه نېټه وويل ذروی وسلې د پاکستان د امنيت ضمانت يوه اړينه برخه ده. هغې دې ته اشاره وکړه دا چې هند د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون غړی هېواد نه دی، نو پاکستان به په يوازنی توګه په دغه تړون کې ګډون و نه کړي.
نوموړې وويل پاکستان پخوا څو څو ځله وړانديز کړی چې له هند سره يو ځای په ياد شوی تړون کې ګډون وکړي، خو هند په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی څرګند کړی.