<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-28 17:23:27    
د تبت د کليوالو سيمو د شتمنيدو په بهير کې يوه ډله مشران رامنځته شوي دي

cri

د تبت خپلواکې سيمې د لين ځی ولسوالۍ په دينګ ګانګ کلی کی بی وزلی بزګر بيان با د ٢٠٠٥ کال په نومبر کې د خپل کلی د غوره کس ني ما په مرستې سره لازيات عايدات تر لاسه کړل چې د ښاغلی نی ما په مشرۍ يې د پروژۍ له أبادۍ څخه ګټه تر لاسه کړې او هم په شنو خونو کې د سبو کرلو له لاری شتمن شوی دی. زمونږ خبريال د تبت له کليوالو سيمو څخه د ليدنې په ترڅ کې داسی حالت ليدلی چې يوه ډله غوره کسانو د بی وزلۍ د له منځه وړلو او د شتمنيدو په بهير کې مشران ګرځېدلی دي.

دينګ ګانګ کلی د تبت د خپلواکې سيمې په لين جی سيمه کې پروت دی او طبيعی شرايط يې ښه دی. په وروستيو کلونو کې د دغه کلی د ګوندی کميټې د مسئول ني ما په مشرۍ دغه کلی اوس له بی وزلی څخه بډايتو ته اوښتی دی. په ٢٠٠٥ کال کې د دغه کلی د هر تن په سر عايدات ١٠٠٠٨ يوانو ته او د تلويزيونونو، راډيو او تليفونونو دکارونې او په ښوونځيو کې د ماشومانو د تګ انډول په سلو کې سلو ته رسيدلې دی

د کليوالو وګړيو د شتمنيدو په هکله ښاغلی ني ما وويل که بزګران غواړي چې په بازاری سيالۍ کې برياليتوب تر لاسه کړي، نو بايد يو له بل سره همکاری وکړي. په ١٩٩٩ کال کې د دغه کلی د يو مسئول په توګه د ښاغلی ني ما د ټاکل کيدو په وخت

کې ډېرو کليوالو وګړيو په ساده لرګينو ودانيو کې ژوند کاوه او د هر تن پر سره يې عايدات يوازی ١٧٠٠ يوانو ته رسيدل. د دغه کلی د وروستی پاتی بڼې د بدلولو

لپاره ښاغلی ني ما فکر وکړ چې بايد د ستمنۍ لارې چارې ومومي. نو په ٢٠٠٠ کال کې هغه د يو باروړونکی ماشين د اخيستلو لپاره دری لکه او شل زره يوانه ولګول او په مثبته توګه يې د پروژو په أبادۍ کې د ګډون لپاره له ساختمانی موسسو سره اړيکی ټينګې کړې چې له امله يې له يو کال وروسته په پوره توګه خپل پورونه بيرته بانک ته ور کړل، ور پسی يی د لازياتو پورونو په اخيستلو سره نور ماشينونه تر لاسه کړل چې له امله يې اوس شتمن شوی دی.

د شتمنيدو ترڅنګ ښاغلی ني ما بی وزلۍ وګړي د موټر چلولو زده کړې ته هڅولي او هره مياشت يې ور ته دری سوه يوانه ور کړی دی چې له امله يې اوس زياتو کليوالو وګړيو موټرونه اخيستی دي. تر ٢٠٠٥ کال پوری په دغه کلی کې د موټرونو شمېر ٣٠ ته رسيدلی و او په ساختمانی پروژو کې له ګډون څخه يې يو مليون او اته لکه يوانه تر لاسه کړی وو. په همدی وخت کې ښاغلی ني ما د هوا د ښو سيمه ايزو شرايطو په کارولو سره کليوال وګړي د سبو کرلو او ونو ايښودلو او کورنيو مرغانو د روزلو ته هم وهڅول چې په پايله کې يې اوس هره کورنۍ په يوه نوی ودانی کې ژوند کوي او رنګه تلويزيونونه او تليفونونه لري.

اوس د تبت په کليوالو سيمو کې په پرله پسی توګه د ښاغلی ني ما په شان غوره مشران رامنځته شوي چې له امله يې د کليوالو سيمو اقتصاد هم چټک پرمختګ کړی دی.