<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-28 19:23:13    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربنی حق تر لاسه کولو لپاره د هلو ځلو په لار کې يوه مهمه څېره هه جن بيانګ

cri

د چينايانو لپاره، هه جن ليانګ د يادونې وړ نوم دی. د چين د اولمپيک کمېټې د وياړي مشر او د اولمپيک نړيوالې کمېټې د يو پخواني غړی په توګه، هه جين ليانګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کولو لپاره د دوو غوښتنو په ترڅ کې اغېزناک رول لوبولی دی.

هه جن ليانګ چې د ١٩٢٩ کال په دسمبر کې زېږېدلی، د اوږده وخت لپاره په سپورتی کارونو بوخت دی. په ١٩٨١ کال کې نوموړی د اولمپيک نړيوالې کمېټې غړيتوب تر لاسه کړ او ور پسی يې په دغه کمېټه کې مهمه دنده پر غاړه واخسته. اوس دی د کلتور او اولمپيک د روزنې کمېټې مشر هم دی. نو ډېر کتونکي وايي چې دی د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې يو ستری اغېزې لرونکی سړی دی. د ده اغېزې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کولو په دوو سياليو کې څرګندې شوې. په همدی وخت کې د بېجينګ په برياليتوب سره د هه جين ليانګ ډېرې هيلې ريښتينی شوې دي. نوموړي په دی اړه وويل

د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق ګټلو په سيالی کې د بېجينګ ښار د بيانولو په پای کې مې وويل هيله ده تاسی بېجينګ غوره کړئ، يعنی يو مليارد تنو چينايانو ته يو فرصت برابر کړي چې په خپلو کوششونو د اولمپيک لوبو ته خدمتونه وکړي. نو کتل مې چې دغه هيله ګام په ګام پوره کېږي،

د اته اويا کلن هه جين ليانګ په اند، يو کال وروسته به د چينايانو د اولمپيک هيله ريښتنی شي او دا د ده اميد هم دی. دی باور لری چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به هرومرو له خوشحالۍ ډکې لوبې وي. ځکه چې چينايان په خپلو هلوځلو سره څرګندوي چې دوی يو جدی رويه لرونکی ملت دی. د خوښۍ وړه خبره دا ده چې د اولمپيک لوبو ته د تياريانو په ترڅ کې چينايانو پخپل منځ کې بدلون راوستی دی. هغه وويل

اوس زموږ د کار کولو اغېزمنتيا د پخوا په پرتله ډېره لوړه شوی ده. ډېر کارکوونکی کارپوهان ګرځېدلی او زيات کارونه په ښه توګه تر سره کوي چې د نړيوالې ټولنې د حيرانتيا وړ خبره ده.

هه جن ليانګ وويل د بېلګې په توګه، د بېجينګ اولمپيک لوبو د بازار استخراج په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي چې د اولمپيک لوبو په تاريخ کې يې د بازار استخراج تر ټولو يو ښه فرصت جوړ کړی دی. پر دې سربيره، د ده په اند، د بېجينګ اولمپيک لوبې بايد له انساني کلتور څخه ډکې لوبې وي او اوسنی حالت هم د ده له هيلې سره سمون خوری. هغه وويل

زما يو ملګری له فنلند څخه راغلی او ما ته يې وويل د بېجينګ وګړی ډېر مهربان دي او غواړی له هر چا سره مرسته وکړی. په دې اړه زه ډېر خوښ يم. دغه بدلون يو ښه بدلون دی

ښاغلي هه جن ليانګ خبريال ته وويل د اولمپيک لوبو تر ټولو مهم ميراث د وګړيو روحي بڼه ده چې د هر ډول مادي توکيو په پرتله د ډېر تعجب وړ ده او د اوږد وخت لپاره به پاتی شي.

د اولمپيک لوبو د هه جن ليانګ ډېرې شخصي هيلې هم ريښتنی کړی چې د مشال په لېږدولو کې ګډون هم پکې شامل دی. هغه وويل

راتلونکی کال به نهه اويا کلن وم. نو په اولمپيک لوبو کې ګډون کول زما لپاره لوی وياړ دی.

اوس ښاغلي هه جن ليانګ په بريالی توګه د مشال ليږدولو دندې تر سره کولو لپاره د خپلې روغتيا ساتنې پلان ټاکلی دی. د ده په اند، دغه فرصت ډېر عجيب دی او هغه بايد په ښه توګه دغه دنده بشپړه کړي.

د مرکې په پای کې هه جن ليانګ وويل د اولمپيک د نړيوالې کمېټې غړی هم د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه يوه هيله لري چې دغه لوبې به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې تر ټولو ښې وي.