<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-28 18:30:52    
د شانګهای وګړي د اولمپيک د سپورتي لوبو د هر کلی لپاره د ورزش پاملرنه کوي.

cri

د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د فټبال يو شمير سيالی به د شانګهای په ښار کې تر سره شي. نو د اولمپيک لوبو په رانژدی کيدو سره سره، اوس په شانګهای ښار کې وګړي دغو لوبو ته ډېره پاملرنه کوي او په فعاله توګه په ورزش کې ګډون کوي.

اوس په شانګهای کې ډېرې کورنۍ په رخصتی کې د ورزش په جمنازيومونو کې د بدمينتون، پينګ پانګ او باسکټبال لوبې کوي. په يو شمير اوسيدونکو سيمو کې خلک پخپله سپورتي ټولنې جوړوی او په ټاکلی وخت کې بېلا بېلې سپورتي لوبې تر سره کېږي. د شانګهای د هونګ کو د اوسيدونکو سيمو د سپورتي لوبو ادارې مشر شيو های ژونګ وويل چې په دغې سيمې کې سپورتې چارو ښه پرمختګ موندلی دی. هغه زياته کړه: اوس زمونږ په اوسيدونکی سيمه کې څلور سوه او دوه نوی کلتوری سپورتي ټولنې شته.

اوس څه دپاسه لس مليون تنه وګړي په شانګهای کې کار کوي، نو په چين کې شانګهای يو ډېر مهم سوداګريز ښار ګڼل کيږي. ښاغلي ګو تاو چې د شانګهای د پو دونګ په سيمه کې اوسيږي زموږ خبريال ته وويل: هغه او دوستان يې له بېلا بېلو سپورتي لوبو سره مينه لري. هغه وويل: د اولمپيک لوبو له امله په شانګهای کې لا زيات وګړي له سپورتي لوبو سره مينه لري.نو لا زيات وګړي په کې ګډون کوي. د بېلګې په توګه باسکټبال کوی او د وزرش په جمنازيوم کې په سپورتی فعاليتونو کې

ګډون کوي او د پينګ پانګ او بدمينتن لوبې کوي. اوس زما همکاران او همضفان هم په بېلا بېلو سپورتي لوبو کې ګډون کوي.

د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د فټبال له يو شمير سياليو نه پرته د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې به د فټبال ښځينه نړيوالې اتلولی به په شانګهای کې تر سره شي. د شانګهای د سپورتي ادارې مرستيال چيو وی چانګ په اند، دغه لويې نړيوالې سپورتي لوبې به د شانګهای وګړيو پاملرنه او توجه راجلب کړي او له دې امله به لا زيات وګړي د ورزش ته پاملرنه وکړي. هغه وويل: د فټبال ښځينه نړيوالې اتلولی لوبېبه په چين کې، په تېره بيا په شانګهای کې د فټبال پرمختګ پياوړی کړي. په راتلونکې کې به د شانګهای لا زيات اوسيدونکی د فټبال په لوبو کې ګډون وکړي. هغه د اولمپيک سپورتي لوبو د يادونې په وخت کې وويل: مونږ به د اولمپيک له سپورتي لوبو څخه ډېرې زياتې تجربې تر لاسه کړو او مونږ به د اولمپيک لوبو پر بنسټ د سوداګريزو چارو د پرمختګ لپاره هڅه وکړو.

ښاغلي چيو وی چانګ خبريال ته وويل چې وګړی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې نه يوازی مډالونه تر لاسه کولای شي، بلکې د هغو ځايونو وګړي به د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو له لارې د سپورتي لوبو په ارزښت هم وپوهيږی.