<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-28 18:32:18    
د ونو کينولو په برخه کې يوه نمونوی ښځه جو جان شيانګ

cri

 د چين په شمال کې يوه کلواله ښځه چې جو جان شيانګ نوميږي ژوند کوي، په تېرو نهه ويشتو کلونو کې د دې د کوښښونو له برکته د هغې ټاټوبی لوڅ غرونه له ونو څخه ډک شوی دی. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د جو جان شيانګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

جو جان شيانګ د هی لونګ جيانګ ولايت د لين کوو د ولسوالی د جو جيا شان علاقه دارۍ د فو شان په کلی کې زېږيدلی او په ١٩٧٨ کال کې يې د کلی له حکومت څخه د پنځوسو يوانو پور د اخيستلو له لارې د واده يوه ساده ميلمستيا وکړه. د وخت حکومت له قاعدی سره سم د ونو کينولو له لارې اخيستل شوی پور تاديه کيږي. نو جو جان شيانګ د ونو په کينولو پيل وکړ.

هغې وويل: د ونو کينولو په سر کې مې وليدل چې ونې هر کال اتيا او يا نوی سانتی متره جګيږي، زه ډېر خوشحاله وم. نو په لا زياتو لوڅو غرونو کې مې ونې کينولی.

په ١٩٨٥ کال کې د فو شان په کلی کې کرنيزې ځمکی بزګرانو ته وويشل شوې او هر بزګر له خپل نظر سره سم په ځمکو کې کرکيله وکړه. نور بزګران هره ورځ په خپلو ځمکو کې په کرکيله بوخت وو ، خو جو جان شيانګ هره ورځ په غرونه کې ونی کينولې. په ١٩٨٨ کال کې جو جان شيانګ د خپلو ځمکو د کرنې حق نورو بزګرانو ته ورکړ او له خپلې کورنۍ سره له فو شان کلی څخه ليری شوه او په غره کی اوسيده. په

غره کې يې کور نه درلود، جو جان شيانګ له خپل خاوند سره تر ځمکی لاندی دوه غارونه جوړ کړل او د جو جان شيانګ کورنی په کې له خپلو ونو سره يو ځای اوسيدل . په هغه وخت کې په دغو دوو غارونو کې بريښنا نه وه، نو ژوند يې ډېر سخت و.

جو جان شيانګ د ونو کينولو په برخه کې بېلا بېلې ستونزې ليری کړې. د ونو کينولو په بهير کې د نيالګيو روزنه ډېر ګران کار دی چې لوړې تخنيکی سويې ته اړتيا لري. نو جو جان شيانګ په ځانګړی توګه د نيالګيو د روزنې له کاپوهانو څخه زده کړه وکړه. بر سېره پردی، جو جان شيانګ د خپلو کوښښونو له لارې د نيالګيو د ساتنې په اړه ځانګړی تګلاره پيدا کړه. له دې لارې د نيالګيو د ځواک انډول ډېر زيات شوی دی.

له دې وروسته د جو جان شيانګ له خوا روزل شوی نيالګی د نورو علاقه داريو پر بزګرانو وپلورل شول چې له امله يې ژوند ګام په ګام ښه شوی. خو د جو جان شيانګ په اند يوازی د خپلې کورنۍ شتمني ريښتنې شتمني نه ده، نو ټينګ هوډ درلود چې په کلی کې د ټولو بزګرانو د شتمنۍ لپاره کوښښ وکړي. هغه تل په وړيا توګه له نورو بزګرانو سره مرسته کوي. د فو شان کلی بزګر يو چينګ جيانګ وويل: 

هغه را سره مرسته کوي او په وړيا توګه يې ما ته دوه زره نيالګي راکړل او د روزنې تخنيک را ته رازده کړ. زه ډېره مننه ور څخه کوم. زه به ور څخه په ښه ډول زده کړه وکړم.

اوس د جو جان شيانګ په مشرۍ د فو شان په کلی کې هره کورنی خپل ځنګلونه کينولی دی او د جو شيا په علاقه دارۍ کې په غرونو باندی د ځنګلونو د

پټولو انډول دری اتيا سلنې ته رسيدلی دی. د چين د ځنګلی چارو د څانګې د شميرنې له مخی : جو جان شيانګ په تېرو نهه ويشتو کلونو کې د يو سل پنځوس هکتاره په لوڅو غرونو کې دری لکه نيالګی کينولی او اقتصادی ارزښت يې څه نا څه لس مليون يوانو ته رسيدلی دی. د جو جان شيانګ د کوښښونو له لارې اوس لوڅ غروه بالکل له ونو څخه ډک شوی دی.

جو جان شيانګ ټينګ هوډ لري چې د خپل ټاټوبی لا ښکلا لپاره په ښه ډول خپل ځنګلونه ساتي. اوس دې نوی کور جوړ کړی او هره ورځ له خپل خاوند سره يو ځای د نوی کور په مخ کې ناسته وی او په ګډه سندره وايې: