<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-29 09:18:53    
د اسلامی کنفرانس سازمان له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې کوريايی يرغمل خوشی کړي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اسلامی کنفرانس سازمان د اګست په ٢٨مه نېټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره کوريايی يرغمل خوشی کړي او پر دې خبره يې ټينګار وکړ چې د يرغمل نيونه د اسلام له روحيی څخه سرغړونه ده.

د دغه سازمان سرمنشی اکمل الدين احسان اوغلو په همدې ورځ د سعودی عربستان په جيداح کې د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو او سوداګرۍ له وزير سون مين سون سره د کتنې په وخت کې وويل دغه سازمان د طالبانو د تښتولو له عمل سره مخالفت کوي او غواړی له کوريا سره همکارۍ وکړي چې د يرغملانو د ژر تر ژره خوشی کيدو لپاره له طالبانو سره ديپلوماتيکه همغږي او خبرې اتری وکړي.

ښاغلي سون مين سونګ د دغه سازمان د دريځ ستاينه او ترې مننه څرګنده کړه.