<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-29 17:54:32    
د چينی ژبی پل په نامه د نړيوالو محصلينو مسابقه

cri

د چينی ژبی پل په نامه د نړيوالو محصلينو د شپږمې مسابقې وروستنۍ سيلې څو ورځې مخکې د چين په شمال ختيځ د چانګ چون په ښار کې تر سره شوه چې له دوه پنځوسو هېوادونو څخه په سل ګونو لوبغاړيو په کې ګډون درلود. دوی ټول په سالمه توګه چينی ژبی ويلای شي او د چين د تاريخ او کلتور، مشهورو غرونو او جهيلونو په هکله ډېر ښه پوهيږي او د چينی شعارونو او انځورونو ليکلو او رنګولو، د موسيقې أليو د غږولو په چارو هم تکړه دي.

په دغه سيلې کې يو لوبغاړی چې له لاوس څخه راغلی، ډېر غښکلی دی چې په معارې توګه چينی ژبی ويلای شي. د ده چينی نوم ليو ده هوا دی چې د چين د فلم لوبولو او د سندره ويلو په ساحو کې له يو نامتو ستور سره يو شان دی. هغه وويل زما مور له ستور ليو ده هوا سره مينه لری، نو له دې امله ما په چينی ژبی لوستلی دی. په لومړی وخت کې د ده په نظر د چينی ژبی زده کړی په ترڅ کې ډېرې ستونزې شته، خو وروسته د يو چينی جنولۍ له امله د ده نظر بدل شو. په يوه ورځ د ده په ټولګی کې يو چينی نجلۍ راغلی چې ډېر ښکلی او مينه وال دی، خو دې د لاوس ژبی نه شی ويلای. هغه غواړی چې له دې سره نژدی وکړي، نو د چينی ژبی زده کړی لپاره ډېر کوشش وکړ چې موخه يې له دغې نجلۍ سره خبرې وکړي.

له دې وروسته دغه هلک له چينی ژبی او دوديز چينی کلتور سره ډېره علاقه درلوده او پوهنتون ته له شامليدو وروسته د چينی ژبی لښ ټاکلی دی. هغه وويل چينی ژبی ويل زما د راتلونکی لپاره ډېر ګټور دی. اوس په بېلا بېلو هېوادونو کې چينايان

موندل کېږي او په لاوس کې هم زيات چينايان شته. که په چينی ژبی تکړه وي، په راتلونکی کې له چينايانو سره سوداګرۍ تر سره کړم او يا د چينی ژبی ژباوړونکی دنده پر غاړه ولرم چې په دغو کارونو کې به عايدات يې ډېر ښه وي.

په ريښتنې توګه اوس څه دپاسه ديرش مليونه بهرنيان په چينی ژبی لولي چې په کې د لاوس، ويتنام، تايلنډ، کوريا او جاپان په شمول د چين په شاوخوا کې د هېوادونو کسان ډېر زيات دي. ځکه چې د دغو هېوادونو او چين تر منځ کلتورونه نژدی دی او له چين سره د دغو هېوادونو تګ راتګ زيات دی، نو چينی ژبی لوستل په دغو هېوادونو کې مروج دی.

زيات شمېر بهرنيان له چينی ژبی او کلتور او تاريخ سره د علاقې له امله دغه ژبه زده کړه کوي. له جاپان څخه راغلې لوبغاړې تانيګوچي هارونا يوه داسې نجلۍ ده. په دغه سيالې کې هغې د اولمپيک سپورتی لوبو د شعيار په توګه د يوې نړۍ او يو خيال تر عنوان وينا وکړه چې د نندارچيانو ستاينې تر لاسه کړي دي. ورپسی هغې هم يوه چينې سندره ويلی چې هم د نندارچيانو د هرکلی وړ و. دغه جاپانې نجلۍ برياليتوب تر لاسه کړ او په لنډه موده کې په چين کې د زده کړی فرصت تر لاسه کړ. هغې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکی کې چين ته د راتګ نور زيات فرصتونه ولري، بېلا بېلو ځايونو ته سفر وکړي او د ښکليو منظره لرونکيو ځايونو سيل وکړي. هغې زياته کړه چې اوس په جاپان کې په زياتو منځنيو او لوړو ښوونځيو کې د چينی ژبی درسونه پرانيستل کېږي چې زيات جاپانيان له چينې ژبی سره علاقه لري.

اوس په نړۍ کې لا نور زيات ځوانان چينی ژبی زده کړه کوي چې له دې لاری د چين په هکله زيات معلومات تر لاسه کړي.