
د معلوماتي تکنولوژۍ له پر له پسې پرمختګ سره سم کمپيوتر او ګرځنده تيلفون درد او مروج شوی دی ځکه چې د کار ، ژوند او زده کړې په برخو کې دغه توليدات ډيراستعماليږي . خو د معلوماتي توليداتو د جوړولو په هکله اکثريت ټوليزې او محوري تکنولوژۍ د پرمختلليو هيوادونو تر کنترول لاندي دي په تيره بيا د معلوماتي توليداتو د ماشين په نامه سي پي يو يعنی مرکزي کاري يونټ يوازی د امريکا او جاپان په شمول د کم شمير پرمختلليو هيوادونو لخوا توليدای شی .
چين په دوه زره او لومړی کال کې د لونګسون په نامه د سي پي يو په څيړنه پيل وکړ او په دوهم کال کې يي د لونګسون دوه په بريالۍ توګه جوړ کړ . ورپسې چين د نورو پرمختلليو تکنولوژيو په څيړنه پيل وکړ او د لونګسون دوه ايې په زياته اندازه توليدولی شی چې د نړۍ د ايس تي ميکرو الکترونيکس په نامه له نړيوال شرکت سره د همکارۍ له لارې به دغه توليدات ژر نړيوال بازار ته ننوزي .
د دغو توليداتو د څيړنې او جوړونې کار د چين د علومو اکاډمۍ د کمپيوتري تکنولوژۍ د انستيتوت لخوا د حکومت په قوي ملاتړ سره ترسره شو چي ټول لګښت يي د حکومت لخوا برابر شوی دی . د نوموړي انستيتوت مشر څيړنمل هو وي وو وويل د لونګسون دوه ايې ډيزاين نړيوالې کچې ته ورسيد او له امريکا او جاپان وروسته لومړي لوړ پوړی اله ده چې په هره ثانيه کې څلور ميليارده ځلې حساب کولی شی ، خو د انرژۍ لګښت يي ډير کم دی . اوس دغه الې په زياته اندازه توليديږی
د معلوماتو له مخې که څه هم د لونګسون دوه ايې اله په نړۍ کې تر ټولو غوره نه
ده ، خو د جوړولو لګښت يي کم او بيه يي په نسبی توګه ټيټه ده ، نو د نرم زيرميزو د توليدولو تصديو لخوا منل کيږي.
نن ورځ دغه ډول اله د کتابي او ميزي کمپيوترونو ، تلويزيونونو او په موټرونو کې د اړتياوړ معلوماتي تجهيزاتو د جوړولو لپاره کارول کيږي .د بېلګې په توګه هغه کمپيوتر چې د لونګسون دوه ايې پکي نصب شوي ، د چين د يوې تصدۍ لخوا جوړ شوی او بيه يي يوازی يو زر او شپږ سوه يوانه دي چې له دوو سوو امريکايي ډالرو څخه هم کمه ده ، او وزن يي له يو کيلوګرامو څخه سپک دی چې د معمولي کمپيوتر له وزن څخه يو پر لسمه برخه نيسی . ددې تصدۍ تخنيکي مشر ښاغلي هو مين چانګ وويل د دغه ډول کمپيوتر خاصيت ښه دی او په دفتري چارو او ساعتيري کې اړتياوې پوره کولی شی ، د مثال په توګه د بريښناليکونو او نورو سندونو د خپرولو ، د موسيقي اوريدلو او فلم ليدلو توان لری
.
د چين د علومو اکاډمۍ د کمپيوتري تکنولوژۍ انستيتوټ مشر لي جوو جي وويل چې د لونګسون دوه ايې بريالۍ جوړونه او کارونه دا ښيي چې چين د معلوماتي صنعت د محوري تکنولوژۍ د څيړنې په ساحه کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی چې دا د معلوماتي تکنولوژۍ د نړيوال پرمختګ لپاره هم مثبت اهميت لری . ده وويل
اوس يوازی هغه کسان چې د زياتو عايداتو څښتنان وي ، ميزي کمپيوتر او يا کتابی کمپيوتر اخيستی شی ، خو موږ بايد هغه کمپيوترونه جوړ کړو چې بيه يي ټيټه وي او معمولي کسان يي د اخيستلو توان ولری . ويل کيږي چې په نړيوال بازار کې د لونګسون دوه ايې ننوتنه به د معلوماتي توليداتو د بيې د ټيټيدو په بهير کې تاريخي
خدمت ترسره کړي .
ياد شوي نړيوال شرکت ايس تي ميکرو الکترونيس هر کال د لس ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت معلوماتي توليدات پلوري . ددغه شرکت د مشر مرستيال ښاغلي ګيان لوکا بيرتينو وويل د لونګسون دوه ايې په بدل کې د دوه ايف الې ډيزاين به ژر بشپړ شی او د اټکل له مخې په راتلونکي کال کې به په زياته اندازه توليد شی چې خاصيت به يي نورهم ښه او بشپړ وی .
د معلوماتو له مخې چين به د لونګسون درې جوړ کړي چې دغه اله به په لوړ پوړي کمپيوتر کې وکارول شی .