<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-29 18:51:14    
په بيجينګ کې د تايواني چارو دفتر تايواني وطنوالو ته ښه خدمتونه برابروي

cri

د تايوان تنګي د دواړو عاړو ترمنځ د اړيکو په پرله پسي پرمختګ سره د بيجينګ او تايوان ترمنځ نا حکومتي اقتصادي او کلتوري تبادلې او اړيکې ورځ په ورځ زياتې او نژدي شوي دي ٠ اوس مخ په زياتيدونکي تايوانيان د هيواد د سترې برخې پرمختګ ته ډير پام کوي او يو زيات شمير کسانو يي په بيجينک پانګې اچولي او په اړوندې زده کړې بوخت دي ٠ دغه راز يو شمير تايوانيانو په بيجينګ کې استوګنځي هم اخيستي او چمتو دي چې د اوږدې مودې له پاره په بيجينګ کې ژوند وکړي ٠ په دي اړه د بيجينګ ښاروالي د تايواني چارو دفتر د تايوانيانو له پاره زيات او ښه خدمتونه کړي او کوي يي او د دغه دفتر کارکوونکي هم د دوي د اعتماد وړ ښه دوستان ګرځيدلي دي ٠

په دغه دفتر کې يو تيلفون نصب شوي چې په ځانګړي ډول د تايوانيانو له پاره خدمتونه برابروي ٠ هره ورځ هغه اواز چې اسلام علکم ، دلته د بيجينګ د تايواني وطنوالو له پاره د خدمتي توده کرښه ده ، له تاسو سره څه مرسته وکړو ، ډير ځل اوريدل کيږي او د هغو تايوانيانو له پاره ډير اشنا دي چې په بيجينګ کې کار او ژوند کوي ٠ په ٢٠٠٣ کال کې د دغې تودې کرښې له پرانستلو وروسته نوموړي دفتر د پانګې لګولو ، د ټولنيزې بيمې ، روغتيا او درملنې ، د کريدت د غوښتنې او د استخدام په ګډون د کار او ژوند په بېلا بېلو برخو کې د تايوانيانو د اړوندو مسئلو د حل له پاره مرستې او خدمتونه برابر کړي دي ٠ ويل کيږي چې

دغه توده کرښه له بهر سره د اړيکو د ټينګولو په هکله د بيجينګ د دغه دفتر يوه مهمه کړکۍ ګرځيدلې ده ٠ د معلوماتو له مخې له دغې تيلفوني کرښې څخه پرته په دي وروستيو کلونو کې دغه دفتر په بيجينک کې د تايواني وطنوالو د پانګو لګولو ، کار کولو ، زده کړو او د ژوند چاپيريال د ښه والي له پاره شپاړس اړوند تدبيرونه نيولي دي چې د دوي له پاره يي زياتې اسانتياوې برابرې کړي دي ٠ دغه راز په دغه ښار کې د تايواني سوداګرانو د پانګو لګولو له پاره اړوند خدمتي او همغږي ميکانيزم هم د بشپړيدو په حال کې دي چې په دي ترڅ کې اړوند خدمتي او همغږي مرکزونه جوړ شوي دي ٠ د دغه دفتر په اړه د تايواني سوداګرانو د شکايت همغږ مرکز چارواکي ښاغلي جيو هنګ ځاو وويل چې اوس د تايواني سوداګرانو له خوا د شکايتونو په اړوندو قضيو کې د تړون او پر حقونو باندې د تيري په هکله توپيرونه شامل شوي دي ٠ هغه وويل چې په ٢٠٠٣ کال کې د دغه مرکز له جوړيدو راهيسي هر کال نژدي سل ډوله اړوندې قضيې حل کيږي چې له امله يي په بيجينګ کې د پانګو لګولو ، پرمختګ ، ژوند او سيلانۍ په برخو کې د تايواني سوداګرانو له پاره ډيرې مرستې او اسانتيا وي برابرې شوي دي ٠ تايواني سوداګر ښاغلي هه ګوان چي وويل چې د هيواد په ستره برخه کې د پانګو لګولو چاپيريال ډير ښه دي او تايواني سوادګرانو ته ډيرې امتيازي تګلارې برابرې شوي دي ٠ اوس د هيواد په ستره برخه کې اقتصاد چټک پرمختګ کړي او سياسي حالات يي هم ثابت دي چې له امله يي د زياتو تايواني سوداګرانو پانګې راجلبې شوي دي ٠

په بيجينګ کې د تايواني چارو د دفتر د کوششونو له لارې په ١٩٩٥ کال کې

په بيجينګ کې له تايواني سوداګرانو سره د ښاروال د کتنې ورځ ټاکل شوې ده ٠ هر کال د ښاروالي مشران له اړوندو تايواني سوداګرانو سره خامخ خبرې کوي او د دوي نظريې ، وړانديزونه او غوښتنې اوري چې له مخې يي پر وخت د دوي عمومي مسئلې حل فصل کيږي ٠ ښاغلي جيوهنګ ځاو وويل چې د دغه دفتر هر يو کار کوونکي دتايوان وطنوالو د قانوني حقونو ساتنه ، په بيجينګ کې د دوي کار او ژوند ته اسانتياوي برابرول د خپل کار موخه ګڼي چې له مخې يي تر وسې پورې او په ګډه سره دوي ته خدمتونه کوي ٠