<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-30 18:06:07    
د اوبتل په اړه معلومات

cri

لوی امپراطور سکندر په نړۍ کې لومړی ځل تر اوبو لاندی په څيړنو لاس پوری کړی و٠ هغه له ميلاد څخه دری سوه دوه دېرش کاله دمخه حکم صادر کړ چی يو مخصوص شيشه يی سطل جوړ کړی چی له اوبه ور دننه نشی٠ وروسته هغه په دغه سطل کې کيناست و او د سمندر تر اوبو لاندی يی له شيشی څخه ډول ډول کبان وليدل٠ لومړی اوبتل د هغه هالندی له خوا چی په بريتانيا کې اوسيده په ١٦٢٤ کال کې له لرګيو څخه جوړ شو٠ دغه اوبتل د دوولس تنو له خوا د څو ساعتو لپاره د اوبو لاندی د پنځو مترو په ژوروالی کې په پارو وهلو سره حرکت کاوه٠ د بريتانيا د يوه موزيم د يوه تاريخ پوه په وينا د اتلسمی پيړۍ په پای کې يو بريتانوی ترکاڼ چی جان دای نوميده داسی لاپی ووهلی چی هغه تر اوبو لاندی دولس ساعته پاتی کيدای شی، کله چی د ګڼ شمېر نندارچيانو په وړاندی ده او دده يو دګل لرونکی کب نيونکی بيړۍ په اوبو کې ورو ورو غرقيده، خو دده بيړۍ د تل لپاره د اوبو لاندی ډوبه شوه٠ لومړنی جنګی اوبتل د يوه امريکايی مخترع لخوا ډيزاين شو او په ١٧٧٦ کال کې اوبو ته واچول شو، دغه اوبتل د امريکا د خپلواکۍ ګټلو په جګړه کې د مينونو په وړلو سره په هغه بريتانيی بيړۍ باندی چې د نيويارک په بندر کې يی لنګر اچولی وو بريد وکړ، خو د اوبتل د چلولو د نيمګړتيا او د مينونو د اور اخيستنی له امله حمله ناکام شو چې دا د اوبتل په وسيلې لومړنی يرغل ګڼل کيږی٠ هغه اوبتل اوس مهال د ګروتون په موزيم کې ايښودل شويدی٠ په دغه اوبتل کې قطب نما، عمق سنج د اوبتل د چلولو د ستګا، لنګر او نور لازم تجهيزات نصب شوی، خو پريسکوب او محرک ألات په دغه اوبتل کې نه ليدل کيږی٠

هغه اوبتل چی محرکه اله يی باد بان و ، د يوه امريکايی ماهر له خوا چی روبرت فورتون نوميده، په اتلس سوه لومړی کال کې د فرانسی د حکومت لپاره جوړ شو ٠ دغه اوبتل د يوه لوی سګرټ په څير شپږ اعشاريه نه اتيا متره اوږدوالی درلود او قطر يی نژدی دری متره و٠ د اوبتل ساختمان او سپنيز او د مسو په وسيلې پوښل شوی وو٠ د اوبو په سطح اوبتل د بادبان په واسطه ، خو تر اوبو لاندی د بادبان له قاتيدو وروسته د څرخ په اچولو سره حرکت کاوه او هرساعت يی دوه سمندری ميله فاصله وړاندی تګ کولی شو٠ دلته بايد د عصری اوبتل مخترع ياد کړو چی هغه جان هولن نوميده، جان هولن په خپل ورځنی ياد داشت کې د خپل نوم په نامه اوبتل د يادولو په وخت کې داسی ليکلی په دغه اوبتل کې چی شپاړس متره اوږدوالی او نژدی دری متره پلنوالی لری، د اوبو په سطح د ګزمی په وخت کې بخاری موتور او تر اوبو لاندی له برقی موتور څخه استفاده کيږی٠ نيمه پيړۍ وروسته د جان هولن اختراع د ذروی اوبتل د جوړولو لپاره مساعده زمينه برابره کړه٠