
د چين په پلازمينه بيجينګ کې د لوی ديوال او امپراتوری ماڼۍ په شمول پر ځينو نامتو تاريخي ځايونو سر بيره ډول ډول موزيمونه هم د سفر ډېر ښه ځايونه دي. د چين جيولوژيک موزيم نوي کاله مخکې جوړ شو او په چين او حتی په أسيا کې تر ټولو لوی جيولوژيک موزيم دی. په دغه موزيم کې د لومړي انسان، لرغوني ښامار او لومړي مرغه فوسيلونه او ډول ډول قيمتي ډبرې تر سترګو کېږي
د چين جيولوژيک موزيم د بيجينګ ښار په لويديځه سيمه کې پروت دی چې په ١٩١٦ کال کې جوړ شو او عمومی پراخوالی يې يوولس زره مربع متره دی. دغه موزيم ډېر لوی دی او د ساتل شويو اثارو شمېر يي دوه لکو ته رسېږي. د دغه موزيم کارکوونکي ښاغلي جاو که ژان وويل د چين جيولوژيک موزيم د نورو هغو موزيمونو په شان د ارزښتناکو شيانو ساتلو، علمي څيړنې او ټولنيزې روزنې اغيزې لري. په دغه موزيم کې ساتل شوی جيولوژيکی نمونې د جيولوژۍ له بېلا بېلو ساحو سره تړاو لری او شمېر او کيفيت يې په أسيا کې لومړی ځای نيسي.
د دغه موزيم د قيمتی ډبرو د نندارې په سالون کې چينی او نورو هېوادونو رنګارنګ قيمتی ډبرې ايښودل شويدي. د دغه سالون له ننوتلو وروسته لومړی يو ډېر غټ معدنی بلور ليدل کېږي چې وزن يې دری اعشاريه پنځه ټن دی، لوړوالی يې يو اعشاريه اوه مترو ته رسېږي او په نړۍ کې د لومړي لوي بلور په نامه شهرت لری.
د دغه موزيم کارکوونکي ښاغلي فو څون يانګ وويل د دغه غټ بلور له موندلو مخکې دغه شان بلور نه ليدل کيده .هغه وويل زموږ په موزيم کې د دولت په کچه
ارزښتناک شيان ډېر دي د بيلګې په توګه دغه غټ بلور، د چيني ښاماری مرغه فوسيل چې په نړۍ کې د لومړی ځل لپاره د بڼکې لرونکی مرغه فوسيل ګڼل کيږي. ددې فوسيل له موندلو څخه څرګندېږي چې مرغانو له ښامار څخه تکامل وموند او په بله ژبه د مرغانو د سرچينې معما حل شوه.
د شان دونګ ښامار فوسيل نړيوال ارزښت لري چې لوړوالی يې اته مترو او اوږدوالی يې پنځلسو مترو ته رسېږي. د چين جيولوژيک موزيم په ١٩٨٨ کال په بريالۍ توګه په جاپان کې د دغه فوسيل په اړه ننداره وکړه چې د نندارې په څلور اويا ورځو کې يي له پنځلس لکو څخه زيات نندارچيان راجلب کړل. په وروستيو کلونو کې دغه موزيم د امريکا او بريتانيا له نامتو پوهنتونونو سره د لومړيو مرغانو د څيړنې همکاری وکړه چې پايلی په نړۍ کې د پاملرنې وړ دي. له ٢٠٠٢ کال څخه دغه موزيم په اروپا کې د لرغونيو ژويو او مرغانو نندارې تر سره کړې چې د نړيوالې علمی ټولنې د زياتې علاقې وړ وګرځيد.
د معدنی ډبرو د نندارې په سالون کې نندارچيان د غټو ډبرو له خوا جوړه شوې جيولوژيکی بڼه او په لويو او يا وړونکيو الماريو کې ايښودل شوی ډول ډول معدنی ډبرې ليدای شی . ښاغلي تاو ګانګ له ډبرو سره ډېره علاقه لری او د لومړي ځل لپاره يي له خپلې ښځې سره يو ځای له دغه موزيم څخه ليدنه کتنه وکړه. ده وويل ډېر پخوا مو غوښتی چې د چين جيولوژيک موزيم ته ولاړ شو. په دغه موزيم کې ايښودل شوي ډول ډول معدنی ډبرې زموږ د سترګو جلبولو لامل دی او دا معلومات مو تر لاسه کړيدي چې معدني کانونه په کوم کوم ځايونو کې موجود دي. د معمولي معدني ډبرو او قيمتي کاڼو د ګډ پيدايښت په هکله معلومات زما د
ډيرې علاقې وړ دي. هېله لرم چې په راتلونکی کې هميشه د زياتو جيولوژيکو معلومات د خپلولو لپاره دغه موزيم ته ولاړ شم چې د ژوند خوند لوړ شی.
اوس د چين جيولوژيک موږيم په أسيا کې د لومړی لوی جيولوژيک موزيم په توګه د امريکا، جاپان، روسيی، بريتانيااو المان په شمول د ځينو هېوادونو له موزيمونو سره اړيکې ټينګې کړې او په وار سره يي په څلورو نړيوالو جيولوژيکو غونډو کې د چيني پلاوي په استازيتوب د جيولوژيکو شيانو د نندارو دندې ترسره کړيدي. برسيره پردې نوموړی موزيم د څو سوو بهرنيو کارپوهانو او متخصصانو د منلو او د علمی غونډو د ترسره کولو دندې هم پر غاړه لری